اطلاعات روز: د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو مسوولین وایي، د دغه ولایت په سیمه ییز روغتون کې یې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې یو مرکز پرانیستی دی.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د عامې روغتيا ریيس ډاکټر محمد رحيم قلندرزي وویل، چې دا مرکز د ختیځ زون په کچه د ۷۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یونیسف ادارې له لوري په دې موخه جوړ شوی څو پکې د سختو خوارځواکه ماشومانو درملنه په سم ډول ترسره شي.
د نوموړي په خبره په دې مرکز کې به د هغو ماشومانو درملنه کېږي چې په لومړنیو درملو یې درملنه نه وي شوي.
قلندرزی تمه لري چې د دې مرکز په جوړیدو سره به د خوارځواکه ماشومانو پېښې کمې او هغه چې پرې اخته دي درملنه به یې وشي.
نوموړي وویل:« د خوار ځواکه ماشومانو د درملنې دا مرکز د یونیسف په مالی لګښت جوړ شوی، دلته به د سختو خوار ځواکه ماشومانو درملنه ترسره کیږي له دې وړاندې روغتون کې مونږ د خوارځواکه ماشومانو لپاره ۱۲ بستر درلودل خو په دې سره به ۳۰ بسترو ته دا شمیره لوړه شي.»
د نوموړي په خبره د هیواد له نورو ولایتونو سربیره په ننګرهار کې هم د خوار ځواکه ماشومانو شمیر زیات شوی، چې لامل یې د کورنیو بد اقتصادي وضعیت یادوي.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق په هېواد کې پر خوارځواکۍ ناروغۍ د اخته ماشومانو پر ډېروالي اندېښنه ښودلې ده.
په نړیواله کچه کرونا وبا، اقلیمي بدلونونو او جنګ جګړو ډير ماشومان پر خوارځواکۍ اخته کړي دي.
په افغانستان کې خرابېدونکی اقتصادي وضعیت، بې کاري، د نړیوالو مرستو کموالی او وچکالي د دې لامل شوي چې د خوارځواکه ماشومانو شمېر دوه برابره زیات شي.
