اطلاعات روز: د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ یو اوسېدونکي اطلاعات روز ته وویل، په دې ولسوالۍ کې ناپیژنده وسله والو یو دولتي انسټېټیوټ سوځولی دی.
د مومندرې ولسوالۍ یو اوسیدونکي عزیزالله اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تېره شپه (دوشنبه، ۱۳ د سلواغې) شاوخوا یوولس بجې نامالومو وسله والو د دې ولسوالۍ د حسابدارۍ انسټېټیوټ ته اور اچولی او زیاته برخه یې سوځېدلې ده.
د مومندرې ځایي چارواکي هم دغه پېښه مني. د دې ولسوالۍ ولسوال ابراهیم وایي، چې د دې پېښې د عاملینو پېژندلو او نیولو هڅې یې پیل کړي دي.
تېر کال هم د دې ولسوالۍ د «ایمل خان» په نوم لېسه ناپیژنده وسله والو سوځولې وه.
