اطلاعات روز: کونړ کې ځایي خلک وایي چې د سیند په اوبو کې د یوه تنکي ځلمي جسد موندل شوی.
د کونړ یوه ځایي اوسېدونکي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل چې دغه جسد نن (دوشنبه، ١٢ د چنګاښ) له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د آسمار ولسوالۍ په «شال» کلي کې ځایي خلکو موندلی.
دې اوسېدونکي د موندل شوي جسد د هویت په اړه مالومات نه دي ورکړي او نه يې هم ويلي چې دا کس څرنګه په اوبو کې مړ شوی دی خو زیاتوي چې د کورنۍ د موندلو لپاره یې هڅې روانې دي.
د سیند په اوبو کې د موندل شوي جسد په تړاو تر اوسه په کونړ کې د طالبانو سیمهییزو مسوولینو څه نه دي ویلي.
د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د لوی اختر په درېیمه او څلورمه ورځ د کونړ په پېج درې او خاص کونړ ولسوالیو کې د سیند اوبو پینځه ځوانان لاهو او مړه کړل او دوه نور یې ژوبل کړي و.
