ننګرهار کې یو سوداګر د یو میلیون ډالرو په ارزښت د پلاستیکي بوجیو پر یوې کارخونې پانګونه کړې

اطلاعات روز: ننګرهار کې د پلاستیکي بوریو جوړولو یوې فابریکې په فعالیت پیل کړی، چې تر ډیره یې په کور دننه د سوداګرو اړتیاوې پوره کړي دي.

د یادې کارخونې مسوول حامد دولتزی وایي، فابریکه یې په ورځني ډول له ۴۰ تر ۵۰ زرو پورې د پلاستیکي بوجیو د تولید ظرفیت لري.

د نوموړي په خبره په یاده تولیدي فابریکه یې د یو میلیون امریکایي ډالرو په لګښت پانګونه کړې، چې پکې شاوخوا ۱۳۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

دولتزی وایي، په پلان کې لري چې راتلونکي کې تولید ډیر کړي چې ورسره به تر ډیره په کور دننه د بوجیو اړتیا پوره کړي.

دولتزي زیاته کړه:«له دې وړاندې افغان سوداګر د پلاستیکي بوجیو په برخه کې له ستونزو سره مخ وو خو مونږ یې دا اړتیا پوره کړې او دومره بورۍ تولیدوو چې د خلکو اړتیاوې پوره کړي.»

دولتزی وایي، له دې وړاندې سوداګر اړ وو، چې پلاستیکي بوجۍ له بهرنیو هیوادونو را وارد کړي، خو اوس یې دوی اړتیا پوره کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، که څه هم یې فابریکې فعالیت تازه پېل کړی، خو د خامو موادو نشتون، د واردیدو په برخه کې یې دګمرکي تعرفې لوړوالی، د بريښنا پرچاوي، د مالیې لوړوالی او د طالبانو له لوري په یوه او بله بهانه د پېسو اخیستل یې د تولید پر وړاندې هغه لوی ننګونې دي چې له امله یې دوی ډیر کله له ستونزو سره مخ وي.

هغه وایي، که اړتیاوې یې پوره شي او حکومت یې ځینو ستونزو ته د حل لار پیدا کړي، نو له هیواد سربیره به بهرنیو هیوادونو ته هم پلاستیکي بوجۍ صادرې کړي.

د معلوماتو له مخې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او شیخ مصري صنعتي ښارګوټي کې اوس مهال په مختلفو برخو کې شاوخوا ۳۰۰ تولیدي فابریکې فعالیت کوي، چې له جملې یې ډیر کله له نیمایي زیاتې د بریښنا پرچاوۍ له امله فعالیت نشي کولای.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه