اطلاعات روز: د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ۲۰۲۱ ميلادي کال پر مهال له افغانستانه د تخليې د بهير په اړه د یوه راپور په خپرولو سره له دغه هیواده د وتلو په تړاو د بايډن او ټرمپ د حکومتونو پر پرېکړو نيوکه کړې ده.
دا راپور چې پرون (جمعه، ۹ د چنګاښ) خپور شوی پکې راغلي چې «د دواړو ولسمشرانو بايډن او ټرمپ پرېکړو د افغانستان د پخواني حکومت د دوام او امنيت لپاره جدي پايلې درلودې».
په دې راپور کې همدا راز راغلي، چې د امريکا د دواړو ولسمشرانو په حکومتونو کې له افغانستانه د امريکا تر نظامي وتنې وروسته د بدترينو سناريوګانو لپاره کافي چمتووالی نه و نيول شوی.
دا ارزونه ښيي چې د بايډن د حکومت د نه لېوالتيا او د کابل پر دولت د نه باور له وجې د چمتووالي او پلان جوړونې «مخنيوی شوی» او له همدې امله [د افغانستان پخواني حکومت] سقوط وکړ.
په دې راپور کې د امريکا د بهرنيو چارو پر وزارت هم نیوکه شوې چې د تخليې بهير يې په سم ډول نه دی مديریت کړی او په راپور کې ويل شوي چې هيڅ معلومه نه وه چې کوم لوړپوړی چارواکی دا بهير رهبري کوي.
همدا راز په دې راپور کې راغلي، چې امريکايي چارواکو ونشول کولای چې پر وخت پرېکړه وکړي او مشخصه کړي چې د افغانستان کوم اتباع په خطر کې دي تر څو د تخليې په بهير کې شامل شي.
دا راپور وايي، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړې ډله چې د تخليې د بهير په پېل کې جوړه شوه، د ډېری شريکانو لپاره ګنګس کوونکې وه او د بېلابېلو اړخونو مديريت او ورسره ارتباطات ساتل ډېر ستونزمن و.
دا د ۸۷ پاڼو راپور د ۲۰۲۲ ميلادي کال په مارچ مياشت کې بشپړ شوی دی، خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يې يوازې ۲۴ پاڼې خپرې کړې دي او پاتې نورې يې د محرمو اسنادو په توګه خوندي کړې دي.
له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو له مهاله د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پر رهبرۍ د تخليې د بهير د مديريت له وجې زياتې نيوکې شوې دي.
امريکايي سناتورانو د بايډن اداره له افغانستانه د وتلو د بهير په مديريت کې په ناتوانۍ تورنه کړې او په دې اړه يې د راپورونو د علني کېدو غوښتنه کړې ده.
له خپلو پرېکړو د بايډن دفاع
د امريکا اوسني ولسمشر جوبايډن د افغانستان په تړاو له خپلو پرېکړو دفاع کړې ده.
ده د جمعې په ورځ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا له افغانستانه د وتلو په بهير کې خپلې تېروتنې او ناکامۍ مني، له خپلو پرېکړو دفاع وکړه.
ده وويل: «په یاد ولرئ چې ما د افغانستان په اړه څه ويلي و؟ ما ويلي و چې القاعده به په افغانستان کې نه وي، ما ويلي و چې هلته به نه وي. ما ويلي و چې طالبان له موږ سره مرسته کوي. اوس څه کېږي؟ څه پېښېږي؟ ورځپاڼې ولولئ، رښتيا مې ويلي و.»
د رويټرز د راپور په وينا، د ټرمپ وياند استيون چونګ په يوه ايميل کې ویلي: «له افغانستانه د فاجعهناکې وتنې يوازينی مسوول بايډن دی.»
تر دې وړاندې سپينې ماڼۍ د يوه راپور په خپرولو سره ډونالډ ټرمپ پړ ګڼلی و چې له افغانستانه د وتلو هر ډول پايلې د ده پر غاړه دي.
د طالبانو غبرګون
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په افغانستان کې د القاعدې د نشتون په اړه د امريکا د ولسمشر جوبايډن څرګندونې پر «واقعيت اعتراف» ګڼلی دی.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي پرلپسې ټويټونو کې ليکلي، چې «په افغانستان کې د وسله والو ډلو د نشتون په اړه د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر څرګندونې پر واقعيت اعتراف ګڼو».
ده زياته کړې، چې دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د بنديزونو د څارونکي ټيم راپور ردوي چې ويلي يې و په افغانستان کې وسله والې ډلې حضور لري او فعالې دي.
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بنديزونو کميټې د شننې او څارنې ټيم په خپل وروستي راپور کې ويلي و چې داسې نښې شته دي چې القاعده په افغانستان کې يو ځل بيا د خپلې عملياتي وړتيا د بيرته جوړونې هڅه کوي او پاکستاني طالبان هم د افغانستان د طالبانو په ملاتړ په پاکستان کې بريدونه کوي.
له دې سره – سره، د القاعدې شبکې مشر ايمن الظواهري د کابل په وزير اکبر خان کې د ۲۰۲۲ کال د جنوري پر ۳۱مه د بې پېلوټه امريکايي الوتکې په بريد کې ووژل شو.
