ننګرهار کې د اختر په درې ورځو کې د ترافيکي پېښو له امله دوه تنه مړه او ۱۶۸ کسان ټپيان شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو روغتیایي چارواکي خبر ورکوي، چې د لوی اختر په تېرو درې ورځو کې د ترافيکي پېښو له امله دوه تنه مړه او ۱۶۸ کسان نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د عامې روغتيا رياست وياند نقيب الله رحيمي نن (شنبه، ۱۰ د چنګاښ) وويل، چې د لوی اختر په درېيو ورځو کې په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د ترافیکي پيښو څخه ۱۷۰ تنه ټپیان د ننګرهار سیمه ییز تخصصي، بي بي فاطمة الزهرا ولایتي او د ولسوالیو یو شمېر روغتونونو ته راوړل شوي دي.

د نوموړي په خبره د‌ ټپيانو له ډلې یې ۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نور کسان له درملنې وروسته رخصت شوي دي.

رحیمي زیاتوي: «په دوی کې یې زیاتره کم عمر لرونکي ځوانان وو، چې د موټرو د ګړندي له امله یې ټکرې کړي.»

عام خلک هم په دې وروستیو کې د ترافیکي پېښو زیاتیدو اندیښمن کړي او د مخنیوي په برخه یې د طالبانو له حکومت د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

هر کال د اخترونو او نوي کال د رخصتیو پرمهال د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ترافیکي پېښو له امله ګڼ شمیر کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې زیاتره یې کم عمره ځوانان وي.

نیمروز کې هم د اختر په دویمه ورځ یوې ترافیکي پیښه کې د یوې کورنۍ دوه کسان مړه او یو ماشوم ټپي شوی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه