اطلاعات روز: په ننګرهار کې عیني شاهدان وایي چې طالبانو د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې پر یوه کراچیوان ډزې کړي او وروسته یې د ټوپک په کنداغونو ژوبل کړی دی.
یوه عیني شاهد چې نه یې غوښتل هویت یې څرګند شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې نن (دوشنبه، ۵ چنګاښ) طالب وسلوالو مازيګر شاوخوا ۵:۵۰ بجې د جلال اباد ښار په تالاشۍ څلور لارې کې یو کراچیوان چې تازه مېوې یې خرڅولې وهلی او ډبولی دی.
عیني شاهد وایي، طالبانو کراچیوان ته د سړک پر غاړه د پېر او پلور ته اجازه نه ورکوله، لومړی یې لفظي شخړه ورسره را منځته شوې او بیا یې پرې ډزې کړي. تر هغه وروسته یې د ټوپک په کنداغونو وهلی او د سر په برخه کې یې ژوبل کړی دی.
د عيني شاهد په وينا چې طالبانو ټپي شوی کس په خپله پوسته کې کېنولی و او اجازه یې نه ورکوله چې روغتون ته د درملنې لپاره ولاړ شي.
په ننګرهار کې د طالبانو مسئولينو تر اوسه ددې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.
