اطلاعات روز: واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هېواد د نورو ولایتونو په څېر کونړ کې هم د سختو اقتصادي ستونزو او بېکاریو له امله پر درنو کارونو د بوختو ماشومانو شمېر زیات شوی دی.
په درنو او ملا ماتوونکو کارونو بوخت ماشومان وايي، د غربت او اقتصادي ستونزو درنې څپېړې پر مخ وهلي، چې د کوچنیوالي او زده کړو له خوندونو یې ویستلي دي.
د دوی په خبره، د کورنۍ سرپرستان نه لري او اړ دي، چې خپلو کورنیو ته د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو په موخه درنو کارونو ته اوږه ورکړي.
په کونړ ولایت کې په درنو کارونو د بوختو ماشومانو له ډلې یو یې هم رومان دی، چې په کم عمر کې د خپلې کورنۍ د اقتصادي ملاتړ په موخه په اسعدآباد ښار کې د موټرو جوړونې په یوې وړې کارخونې کې له خپل توان پورته کارونه کوي.
لس کلن رومان چې د خپلې ۱۸ کسیزې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري وايي، سختې ناچارۍ اړ کړی، چې د ښوونځي لار پرېږدي او د خپلې کورنۍ نسبي نس مړولو لپاره له سهاره تر ماښامه هر ډول ستړې وګالي.
هغه وویل: « د ورځې اویا ـ آتیا روپۍ راکوي په هغې باندې مازدیګر کور ته څه شی وړم؛ اتلس کسان را په غاړه دي.»
رومان چې د نورو ماشومانو په څېر دا وخت یې د زده کړو دی، ناچارۍ او اقتصادي ورځو ترې دا ټول آرمانونه او هیلې په اوبو لاهو کړي.
دی وايي، که غربت پر مخ څپېړه نه وای ورکړې، د زده کړو پرمټ به یې د خپلې روښانه راتلوونکې په موخه هڅې کولې، خو اوس اړ دی، چې ښوونځی پرېږدي او د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوو پوره کولو لپاره درانه کارونه وکړي، ترڅو یې کورنۍ بل چاته لاس اوږد نه کړي.
رومان دغه راز وویل: « څوک چې مکتب ته ځي زه ډېر کړېږم؛ زه وایم کاشکې زما غریبي نه وای زه به هم تللی، خو د غریبۍ له لاسه مکتب رانه پاتې دی او غریبي کوم، کار هم دروند دی خو بس څه وکړو مجبوري ده.»
سختو اقتصادي ستونزو او د فقر لوړ ګراف د رومان په څېر ګڼ نور تنکي ماشومان اړ کړي، چې د کونړ په مرکز اسعد آباد ښار کې درنو او ملا ماتوونکو کارونو ته مخه کړي.
دولس کلن منیر بل هغه تنکی ماشوم دی، چې سخت غربت اړ کړی ترڅو د ښوونځي د پرېښودو پرېکړه وکړي او د لاسي کراچۍ له درکه چې پرمټ یې د خلکو سوداګانې له یوه ځایه بل ځای ته انتقالوي یوه مړۍ حلاله نفقه پیدا کړي.
دی وايي، ارمان یې دی چې خپلې نیمګړې زده کړې بشپړې کړي او د درنو کارونو پرځای کتاب او قلم په لاس واخلي او له دې لارې خپلو هیلو ته ورسېږي.
منیر زیاتوي: « مکتب رانه پاتې شو، ما ویل چې ښه زده کړې به وکړو، خو دا کار ونه شو، د غریبۍ له وجې را ووتو ټرالۍ [لاس ګاډی] چلوم.»
بل لور ته کونړ کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست لپاره د طالبانو مسوولین هم مني، چې په وروستیو کې په دې ولایت کې پر شاقه کارونو د آخته ماشومانو شمېر زیات شوی.
د دغه ریاست لپاره د طالبانو رییس ذبیح الله محسود د کارګرو ماشومانو دقیق شمېر نه دی یاد کړی؛ خو وايي هڅه کوي، چې د مرستندویه ادارو پرمټ شاقه کاره ماشومانو ته د کار ترڅنګ د زده کړو زمینه هم برابره کړي.
محسود زیاتوي: « مونږ له همکارو موسېساتو سره په یو ګډ مېکانېزم کار کوو، ترڅو په راتلوونکي کې د دغسې ماشومانو چې شاقه کارونه کوي د دوی کچه را کمه کړو او همدارنګه دوی ته د داسې کارونو زمینه برابره کړو، چې له شاقه کارونو نه خلاص شي.»
د ماشومانو د کار پر وړاندې د مبارزې نړۍ والې ادارې ویلي، په افغانستان کې په اوسني وخت کې شاوخوا درې میلیونه کم عمره ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي، چې د ماشومانو د روښانه راتلوونکي په برخه کې ستر خنډ بلل کېږي.
باور دادی، که افغان کم عمره ماشومان له درنو کارونو ونه ژغورل شي او د ژوند له بنسټیزو حقونو برخمن نه کړای شي، وېره شته چې پر ټولنه به یې اغېزې سختې ناوړه پایلې ولري.
