د طالبانو د مشر اختريز پيغام: د هيوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوو، زموږ په کورنيو چارو کې دې هم لاسوهنه نه کوي

انځور: خواله رسنۍ

اطلاعات روز: د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د لوی اختر په مناسبت په خپل خپاره کړي پیغام کې د نړۍ له هيوادونو غوښتي چې د دې ډلې تر واک لاندې افغانستان کې دې لاسوهنه نه کوي.

دا پيغام چې نن (يکشنبه، ۴ د چنګاښ) د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له لوري خپور شوی، پکې راغلي چې طالبان له ټولې نړۍ په ځانګړې توګه له اسلامي هيوادونو سره «ښې او رغنده سياسي او اقتصادي اړيکې غواړي او په دې برخه کې خپل مسووليت ادا کوي.»

د طالبانو مشر په خپل پيغام کې ويلي، چې «موږ د نورو هيوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوو، نورو ته هم اجازه نه ورکوو چې په يو بهانه او نوم زموږ په چارو کې لاسوهنه وکړي او یا هم موږ ته لارښوونې وکړي.»

د طالبانو د مشر په اختريز پيغام کې د ښځو پر خلاف د لګول شويو بنديزونو ته هيڅ اشاره نه ده شوې، په ځانګړې توګه د کار او زده کړو په برخه کې، خو ويل شوي چې دې ډلې د ښځو «ټول شرعي حقونه» تأمين کړي دي.

د طالبانو مشر ادعا کړې، چې دې ډلې «له جبري نکاح، په بدو کې د ښځې د ورکړې او نورو ټولو مروجو ظلمونو څخه د ښځو د ژغورنې» په موخه اقدامات کړي دي او «د اشغال په کلونو کې د ښځو له بې حجابۍ او ګمراهۍ سره تړلې اغېزې نور پر ختمېدو دي».

هبت الله آخوندزاده د خپل پيغام په يوه بله برخه کې ويلي، چې «په اقتصادي برخه کې ويلای شو چې هغه ټولې وړاندوينې د الله په فضل غلطې ثابتې شوې چې ويل شوي و، دلته به اقتصادي سقوط او سرتاسري کړکېچ به راشي.»

ده ادعا کړېو چې د طالبانو ډلې افغانستان له اقتصادي سقوط څخه ژغورلی او اوس هيواد «اقتصادي بساينې» ته رسېدلی دی.

نوموړی دا ادعاوې په داسې مهال کې کوي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د شمېرو له مخې په هيواد کې ۲۸.۸ ميليونه وګړي مرستو ته اړتيا لري.

د دې بنسټ د راپور له مخې، په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ شدت لا هم ډېر لوړ دی او ۱۵.۵ ميلیونه وګړي له غذايي ناامنۍ سره مخ دي او ۲.۷ ميليونه وګړي په بېړنۍ کچه کې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه