د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار چې د هیواد یو له ګڼې ګوټې ډک ښار بلل کیږي، په دې وروستیو کې پکې د موټرو سربیره د ریکشاوو شمیر هم تر شل زرو لوړ شوی دی.
د ښار په هر واټ کې په لسګونه وسایط لیدل کېږي چې د ښار له منځه د مسافرو په لېږد رالېږد بوخت دي او د بې شمېره کورنیو ورځنۍ اړتیاوې همدې ګڼې ګوڼې پورې تړلي هم دي.
خو موټر چلوونکي شکایت کوي چې طالبان ترې په یوه او بله بهانه ټکسونه اخلي چې له امله یې دوی له ستونزو سره مخ دي.
تازه په دې ښار کې د ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره د طالبانو له لوري د موټرو او رېکشا چلوونکو د ثبت لړۍ پېل شوې.
که څه هم په دغه چاره کې مستقیما ځایي طالب چارواکي دخیل نه دي، خو د ثبت لړۍ یې په دغه ولایت کې د مسافر وړونکو وسایطو اتحادیې ته سپارلې ده.
د یادې اتحادې مسوول حاجي شاه آغا وایي، دا کار یې د طالب چارواکو سره په همغږۍ د ګڼې ګوڼې د کموالي او جنایي جرمونو د مخنیوي لپاره کړی او هر چلوونکی به د ثبتېدو سل افغانۍ حق الشمولیت او دغه راز به هره میاشت ۳۰ افغانۍ حق العضویت اتحادې ته ورکوي.
شاه اغا زیاتوي: « په جلال اباد ښار کې په دې وروستیو کې د موټر چلوونکو او دغه راز د ریکشا چلوونکو شمیر او ګڼه ګوڼه زیاته شوې، همدې ریکشاو او موټرو څخه وخت ناوخت جنایي جرمونه رامنځته کېږي چې په همدې موخه مو پر یو پلان کار وکړ څو په ښار کې ټول موټر چلوونکي او ریکشا چلوونکي ثبت او راجستر شي.»

نوموړی وایي، اتحادې یې یاده لړۍ د ځایي طالب چارواکو په همغږۍ او د دوی ترچتر لاندې پېل کړې، چې موخه د ګنې ګونې محنیوی او د جنایی جرمونو کموالی دی.
شاه اغا زیاتوي: «ډیر کله له همدې ریکشاوو او موټرو څخه جنایي جرمونو او نور بېلابېل ډول ستونزې رامنځته کیږي او دا جرم موټر چلوونکي کوي، نو مونږ غواړو موټر چلوونکي راجستر او ځانګړی پیژند کار ورکړي.»
خو د وسایطو چلوونکي وایي، دا د طالبانو له لوري د عوایدو راټولولو په موخه پر دوی یو ډول فشار دی.
ظاهرالله چې په جلال اباد ښار کې په مرزدورۍ ریکشا چلووي شکایت کوي، په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري له دوی څخه په یوه او بله بهانه ټکسونه غوښتل کیږي چې نه یوازې یې دوی د ورکړې توان نه لري بلکې ډیر کله له طالبانو سره لاس او ګریوان هم وي.
ظاهرالله زیاتوي: «له کله چې طالبان راغلي پر عامو خلکو او ځانګړي ډول پر موټر چلوونکو د عوایدو په نامه د پېسو راټولول زیات شوي او مونږ یې له زیاتو ستونزو سره مخ کړي یو، په یوه او بله بهانه له مونږ د پرچو په نامه پېسې غوښتل کیږي له دې مخکې بارګینونو والا ریکشا چلوونکو ته ځانګړې ټاپه جوړوله او له مونږ یې ۵۰ افغانۍ اخیستې، خو هیڅ ګټه یې ونه کړه او خلکو بیرته لېرې کړه او اوس چې کومې پېسې اخلي دا د خپل ځان لپاره ټولوي د دې اتحادیو ګټه عامو خلکو ته نشته ځکه دوی اوس له هر موټرچلوونکي ۵۰ یا زیاتې افغانۍ اخلي او ګته یې نشته ، نو غوښتنه کوو چې باید مونږ ته اسانتیاوې برابرې شي.»
ببرک چې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره موټر چلووي وایې، په هر ځای کې ترې طالبان د ترانسپورټي پرچې په نامه له شل افغانیو نیولې آن تر ۶۰ افغانیو ترانسپورټي ټکس اخلي.
نوموړی ادعا کوي، چې ترانسپورټي عواید تر ډیره د دولت خزانې ته نه ځي او زیاتره یې د ځایي طالب چارواکو شخصي جیبونو ته ځي.
ببرک زیاتوي: «له موټر چلوونکو په هر ځای کې د ترانسپورټ په نامه پېسې اخیستل کیږي او دا ډیره د اندیښنه خبره ځکه ده، چې زیاتره دا پېسې د دولت خزانې ته نه ځي او دوی په خپل منځ کې سره تقیسموي زمونږ غوښتنه دا ده؛ چې کوم عواید راټولیږي باید بیرته پرې خدمات وړاندې شي او دې ولس ته پرې خدمت وشي.»

خو عام خلک بیا د ښاري نظم په اړه شکایت لري او له طالبانو غواړي د رېکشا چلوونکو ترمنځ نظم رامنځته کړي.
د جلال اباد ښار اوسیدونکی نعمت الله وایي، څه ډول چې لازمه ده په جلال اباد ښار کې ښاري نظم نه دی رامنځته شوی او لامل یې د چارواکو نه پاملرنه ده.
نعمت الله زیاتوي: «هر وخت طالبان په جلال اباد ښار کې د نظم د رامنځته کیدو خبره کوي، خو تراوسه په ښار کې بې نظمي شتون لري د موټرو هډې د ښآر په منځ کې دي او داسې بنیادي کار نه دی شوی چې ښار پراخه د خلکو ستونزې حل شي.»
د ننګرهار لپاره د طالبانو د ترافیکو مدیر د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې اوس مهال تر ۳۰ زره زیات هندي او سلګونه شترنګي رېکشا فعالیت لري چې د ښار او ولسوالیو او همداراز ناحیو ترمنځ تګ راتګ کوي.
ننګرهار کې داسې مهال د موټر چلوونکو د ثبت او راجستر لړۍ پېل شوې، چې له دې څه موده وړاندې هم په دغه ولایت کې دوو بیلابیلو شرکتونو ورته لړۍ پېل کړې وه، چې وروسته خپلمنځي اختلافات د دې لامل شول چې د طالبانو حکومت د دواړو شرکتو چارې ودرولې.
