د کونړ پیچ درې ولسوالۍ په ځنګل کې اور لګیدلی

انځور: خواله رسنۍ

اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د پېچ درې ولسوالۍ په ځنګل کې اور لګیدلی او لاهم د اور لمبې په شدت سره روانې دي.

په دې ولایت کې د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي رییس ثابت الله صدیقي وایي، دغه اور لګېدنه نن سهار (شنبه، ۳ د چنګاښ) شاوخوا ۶:۰۰ بجې د پېچ درې ولسوالۍ په «کوړنګل او سندرۍ» رامنځته شوې چې په زیاته اندازه ځنګل او د څارویو څړ ځایونه د اور خوراک شوي دي.

نوموړی زیاتوي، ځنګل کې د اور وژنې لپاره له سیمې څخه شاوخوا ٨٠ کسان ورغلي، خو په خبره یې د اور وژنه د هغوی له وسې پورته ده او د طالبانو له مرکزي حکومت یې د مرستې غوښتنه کړې.

نوموړي نه دي ویلي، چې تر اوسه په څومره اندازه ځنګل سوځېدلی، خو زیاتوي چې لا هم په ځنګل کې د اور څپې په ډېر شدت روانې دي.

تېر کال هم د کونړ او نورستان ولایتونو په ځنګلونو کې اور لګېدنه را منځته شوې وه، چې له امله یې په سلګونه جریبه ځنګل د اور خوراک ګرځېدلی وو.

په دې وروستیو کې د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې هم ځنګلونو کې اور لګېدنې زیاتې شوي، چې خلک یې تر ډېره د اقلیم بدلون او د تودوخې درجې لوړوالی بولي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه