اطلاعات روز: د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د دې هيوا د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره په ليدنه کې ټينګار کړی چې اسلام اباد له کابل سره د نږدې همکارۍ اړيکو جوړولو ته لېوالتيا لري.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د ویاند دفتر په يوه ټويټ کې لیکلي، چې زرداري او دراني په دې ليدنه کې د افغانستان اوسنی وضعيت ارزولی دی.
د دې دفتر په وينا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزير ټينګار کړی چې له کابل سره د نږدې همکارۍ اړيکو جوړولو ته لېوالتيا لري.
پاکستان د طالبانو ملاتړی هيواد ګڼل کېږي او اوس مهال يې د طالبانو ډيپلوماټان هم منلي دي.
پاکستاني چارواکو په ځلونو له طالبانو سره د هيوادونو پر تعامل ټينګار کړی دی.
خو په دې لړ کې د پاکستاني طالبانو فعاليت د افغانستان د طالبانو او پاکستاني دولت تر منځ د شخړې يو محور ګڼل کېږي.
