اطلاعات روز: د ننګرهار تورخم ګمرک کې د طالبانو مسوولین خبر ورکوي، چې له پاکستان څخه له دغې لارې هغه افغان مسافرو ته په پېژندپاڼو د راتګ اجازه ورکړل شوې کوم چې له څه څو میاشتو راهیسې په پاکستان بند پاتې وو.
د تورخم لپاره د طالبانو کمېسار عصمت الله یعقوب نن (شنبه، ۳ د چنګاښ) وویل، چې له پاکستاني لوري سره له اوږدو خبرو اترو او هلو ځلو وروسته په دې وتوانیدل تر څو پاکستانی لوری په دې قانع کړي چې افغان مسافرو ته په تذکرو د راتګ اجازه ورکړي.
د نوموړي په خبره هغه افغانان چې پاسپورټ نه لري هره ورځ د سهار له ۷:۰۰ بجو څخه د ماښام تر ۹:۰۰ بجو کولای شي په پېژندپاڼه تر لوی اختر ورځې پورې د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شي.
تورخم د هیواد یو له مهمو لارو ګڼل کیږي چې د سوداګریزو موټرو ترڅنګ پرې هره ورځ ګڼ شمیر عام افغانان کوزې پښتونخوا ته تګ–راتګ کوي.
د یادونې وړ ده چې د څو کلنو راهیسې خلک او سوداګر د تورخم له لارې پاکستان ته په تګ–راتګ کې د اسانتیاوو او سوداګریزو ستونزو د حل غوښتنه کوي، خو د حکومتونو له خوا ورسره شوې ژمنې لا هم عملي شوې نه دي او کړې ژمنې یواځې ژمنې پاتې دي.
