په پکتيکا کې دوه زره کلنه پخوانۍ مجسمه موندل شوې

اطلاعات روز: د پکتیکا ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې ۲ زره کاله پخوانۍ مجسمه چې له بودا سره تړاو لري له ځینو نورو اثارو سره یو ځای موندل شوې ده.

د پکتيکا ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ريیس محمد امین حذیفه رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې یاد لرغوني اثار  نن (جمعه، ۲ چنګاښ) د خوشامند ولسوالۍ اړوند د مینارې سیمې په «عمرخېلو» کلي کې موندل شوي او د نوموړي په وينا لرغونتوب یې کوشاني دورې ته رسیږي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې په پکتیکا ولایت کې یې د خپلسرو کیندنو د مخنیوي او لرغونو اثارو د راجمع کولو لپاره هڅې چټکې کړې دي.

په همدې حال کې بیا د خوشامند ولسوالۍ قومي سپین ږیري وايي چې په ټوله کې پکتیکا ولایت د کوشاني دورې له مهمو سیمو څخه ګڼل کېده او په خبره یې چې لاهم په ګڼو سیمو کې ورته اثار شتون لري چې تر اوسه یې د قانوني کیندنې لپاره عملي اقدامات نه دي شوي.

دوی همدا راز ټینګار کوي چې د طالبانو اړونده ادارې دې د دا ډول لرغونو اثارو د قاچاق د مخنیوي لپاره هم پوره هڅې وکړي، ځکه چې په تېر کې څو ځله ګاونډي هيواد پاکستان ته د لرغونو اثارو د قاچاق راپورونه ورکړل شوي دي.

د یادونې ده چې له دې یوه نیمه میاشت وړاندي د پکتیکا په شخېل اباد ولسوالۍ کې هم ۶۹ لرغونې سیکې موندل شوې وې چې تاریخي مخینه یې ۳۰۰ کلونو ته رسېده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه