اطلاعات روز: د ایران سفیر نن (چارشنبه، ۳۱ غبرګولی) ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال د دې ولایت له طالب چارواکو او همدا راز له سوداګرو سره په کتنه کې د افغانستان له لارې له چین سره د سوداګریزې راکړې-ورکړې غوښتنه کړې.
د ایران سفیر حسن کاظمي قمي له طالب چارواکو غوښتي دي چې د افغانستان له لارې له چين سره د راکړې ورکړې زمينه ورته برابره کړي، تر څو افغانستان په يو ترانزيټي مرکز بدل شي.
نوموړی وایي چې هیواد يې هڅه کوي د سیمې په کچه اقتصادي پیوستون رامنځته کړي چې په دې لړ کې به له افغانستان سره هم د سوداګریزې ودې ترڅنګ په ترانزیټي برخه کې زیاتوالی راشي.
همدا راز نوموړي د چابهار بندر له لارې له افغانستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې پر زیاتوالي ټینګار کړی او یاد بندر یې د دواړو هیوادونو لپاره مهم بللی دی.
له دې سره-سره نوموړي له ایران سره د هوایي دهلیزونو له لارې د اموالو پر انتقال هم ټینګار وکړ او د سوداګرۍ په برخه کې یې افغان سوداګرو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
په عين مهال کې د ننګرهار لپاره د طالبانو د بهرنيو چارو رئیس فضل هادي احمد د ايران او افغانستان ترمنځ د ريل پټلۍ انکشاف، په افغاستان کې د ايران له لوري د کرنې، کانونو، پانګونې، ګډو نندارتونو او يو شمېر نورو برخو کې له ایراني چارواکو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
نوموړي له ایراني پلاوي وغوښتل چې د ویزو د ورکړې ترڅنګ له افغان سوداګرو، کارګرو او کډوالو سره د کارموندنې په برخه کې هم همکاري پراخه کړي.
سوداګرو هم له ایراني سفیر څخه غوښتنه کړې چې افغان سوداګرو ته د ویزو ورکولو بهیر ګړندی کړي او ویلي یې دي چې دا ګام به د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره خورا مهم وي.
د دې ناستې پر مهال په ایران کې د افغان سوداګرو، کارګرو او افغان کډوالو لپاره په قونسلي خدماتو کې د اسانتیاوو برابرولو په اړه هم خبرې وشوې.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې ایراني چارواکو ویلي و چې له دې وروسته به په افغانستان کې د ایران ټولې قونسلګرۍ اړتیا لرونکو افغانانو ته ویزې په عاجل ډول اجراء کوي چې دا کار به ایران ته د افغانانو د ناقانونه تګ په مخنیوي کې مرسته وکړي او په تګ راتګ کې به اسانتیا رامنځته شي.
ایران ویلي چې په افغانستان کې د ایران د سفارت او قونسلګریو له لارې افغان سوداګرو ته د شپږو میاشتو او یو کلنو ویزو د ورکولو لړۍ چټکوي.
