جلال اباد ښار کې اورلګېدنې مالي زيانونه واړول

انځور: استول شوی

اطلاعات روز: د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند «څپلک فروشي» کوڅه کې د نننې (چهارشنبه، ۳۱ د غبرګولي) اور لګیدنې له امله لسګونه هټې سوځیدلي او ځینې په بشپړ ډول له منځه تللي دي.

که څه هم په اور لګیدنه کې چا ته ځاني زیان نه دی اوښتی، خو د پیښې عیني شاهد او دوکاندار محمد جواد وایي، چې د اور لګیدنې له امله په زیات شمیر هټۍ سوزیدلي دي.

هغه زیاتوي اورلګیدنه د «چهاردهی» هوټل په تل خونه کې رامنځته شوې، چې له امله یې د هوټل خاوند او شاوخوا دوکاندارانو ته په میلیونونو افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.

که څه هم تراوسه د اور لګیدنې اصلي علت نه دی څرکند شوی، خو د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې اور د ځایي هوټل د کارکوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوی دی.

د نوموړي په خبره اور اوس مهال د اطفایې ټیم له لوري مړ شوی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې په جلال اباد ښار کې د خلکو د بې احتیاطۍ له مله اور لګیدنه رامنځته کیږي، بلکې له دې وړاندې هم ورته پیښې رامنځته شوي چې خلکو ته یې ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

ننګرهار ميشتي وايي، په جلال اباد ښار کې د مارکيټونو د خاوندانو له لوري په مارکيټونو کې دننه وړې عرفې او یا تختونه جوړیږي، چې له امله یې په مارکیټونو کې د سودا رانیولو پر وخت ښاریان په سم ډول پلي تګ نشي کولی او که په مارکیټونو کې اور لګیدنه رامنځته کیږي، د اطفایې کارکونکي د همدې خنډونو له امله نه توانیږي، چې اور پر وخت مهار کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه