اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین وایي، چې د دې ولایت د مرکز جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند د څپلک فروشي کوڅه کې د برېښنایي سامان الاتو په یوه مارکېټ کې اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وایي، دغه اور لګېدنه نن (چهارشنبه، ۳۱ د غبرګولي) له غرمې وروسته شاوخوا ۲:۰۰ بجې را منځته شوې ده.
د بدلون په خبره، د اورلګېدنې له امله مارکېټ کې شته هټیو ته مالي زیان رسېدلی، خو زیاتوي چې د لا زیاتوالي مخه یې نیول شوې ده.
هغه د اورلګېدنې لامل نه دی څرګند کړی، خو په خبره یې چې د اور وژنې ډلې اور په بشپړ ډول مړ کړی دی.
څو کلونه وړاندې د جلال اباد ښار په څپلک فروشي کوڅه کې د برېښنا د شارټۍ له امله اور لګېدنه رامنځته شوې وه، چې هټۍ والو ته یې په مېلیونونه افغانیو زیان رسولی وو.
