اطلاعات روز: طالبانو د کندهار سپین بولدک دروازه کې پر هغو موسېساتو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی چې دغلته یې د کډوالو سره په بېلابېلو برخو مرسته کوله.
کندهار کې د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو ریاست په یوه مکتوب کې د سپين بولدک ولسوالۍ د کډوالو امريت ته لیکلي، چې دغلته د ناروې د کډوالو شورا، د کډوالو نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف)، «DRC» او «NRC» موسېساتو ته خبر ورکړي ترڅو ښځینه کارمندانې تر امر ثاني پورې پر کور کینوي.
دغه مکتوب چې تېره ورځ (سېشنبه، ۳۰ د غبرګولي) استول شوی، د ښځو د کار بندیز په اړه پکې یاد مرستندویه بنسټونه د طالبانو د مشر ملاهبتالله اخوندزاده له حکم څخه په ښکاره سرغړونه تورن شوي دي.
دوی ټینګار کوي چې «همکار» موسېسات دې خپلې ښځینه کارمندانې تر امر ثاني پورې په کور کینوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ناروې د کډوالو د شورا رییس یان اګلند کابل د خپل سفر پرمهال ویلي وو، چې د طالبانو چارواکو ورسره ژمنه کړې چې ښځو ته به په مرستندویه موسېسو کې د کار کولو اجازه ورکړي.
د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت تېر کال د مرغومي میاشتې په دریمه نیټه د یوه رسمي مکتوب په خپرولو سره په داخلي او بهرنیو غیر دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.
د مرستندویه ادارو په وینا دغه محدودیت د مرستو رسولو بهیر اغېزمن کړی او د مرستو د کمښت لامل شوی دی.
ځینو بنسټونو د دغه محدودیت له امله خپل فعالیتونه محدود یا بند کړي هم دي.
