ننګرهار کې خلک د یخ له لوړو بیو شکایت کوي

اطلاعات روز: د هیواد په ختیځ ولایت ننګرهار کې د اوړي په موسم او د ګرمۍ په شدت سره په ښار او ولسوالیو کې د یخ بېې د تیرو څو اوونیو په پرتله په بېساري ډول لوړې شوې دي.

عام خلک شکایت کوي چې د ښار ځينو برخو کې يخ پلورونکي په خپلسري توګه يخ په لوړه بيه پلوري چې بې وزله وګړي یې د اخیستلو توان نه لري.

د جلال اباد ښار اوسیدونکی محمد ولي وایي، په تېرو څو ورځو کې په ښار او نږدې سیمو کې يخ پلورونکو يوه کونده يخ له ۱۲۰ افغانیو نیولی ان تر ۲۰۰ افغانيو پلورلی دی.

نوموړی د یخ د بیو د نه کنټرول په برخه کې د ښاروالۍ مسوولین پړه بولي او وایي، د دوی د بې غورۍ له امله د یخ بېې لوړې شوي او که د ګرمۍ په دې موسم کې د يخ نرخونه کنټرول نه شي نو لاپسې ستونزې راولاړولی شي.

محمد ولي زیاتوي:«هر دوکاندار په خپله خوښه د یخ بیې لوړوي او زور یې له عام ولس وځي ځکه د لس افغانیو یخ نه ورکوي او وایي، له شل او دیرش افغانیو کم یخ نه ورکول کیږي.»

د جلال اباد ښار یو بل اوسیدونکی صفت الله هم ورته شکایت کوي او د یخ د بیو د لوړیدو په برخه کې فابریکه لرونکي په احتکار تورنوي.

نوموړی وایي، ډیر کله فابریکې والا د خلکو له مجبوریته او د حکومت د بې غورۍ له امله د خپلو شخصي ګټو لپاره پر عام ولس د یخ بیې لوړوي.

صفت الله زیاتوي:«سږکال چې ننګرهار په مرکز او زیاتره ولسوالیو کې ګرمي ډیره ده او خلک هم بې وزله دي او دغه راز یې له یخ پرته هم د ژوند ګوزاره ګرانه ده، خو دې وروستیو کې د یخ بیې لوړې شوي.»

له ښار سربیره په ولسوالیو کې هم د یخ لوړو بیو خلک اندیښمن کړي دي.

د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی سمیع الله وایي، تېره اوونۍ د یخ يو شمېر فابريکو کاربنديز کړی و، چې له امله یې نه یوازې د یخ بیې څو چنده لوړې شوې وې بلکې د دوی په سيمه کې په اسانۍ يخ نه پيدا کېده او د یوې کوندې بیه ان تر دوه سوه افغانيو لوړه شوې وه.

هغه له طالب چارواکو غوښتنه کوي چې د ګرمۍ په دغه موسم کې ننګرهار سخته ګرمي لري او برېښنا هم ډېر کله پارچاو وي، بايد د يخ نرخونه کنټرول کړي.

ورته مهال يخ پلورونکي وایي، دوی ته د فابریکو له لوري يخ په لوړه بيه راځي، نو ځکه خو دوی هم مجبور دي چې بیرته یې په لوړه بيه خرڅ کړي.

بلخوا جلال اباد ښار کې د يخ د یوې کارخونې مسوول حاجي میرویس په دې وروستیو کې د یخ د بیو د لوړیدو لامل د ښاروالۍ لخوا پر دوی ځینې ټیکسونه یادوي.

نوموړی زیاتوي د ښاروالۍ له لوري په هره کونده يخ باندې تر ۱۰ افغانيو ټيکس وضع شوی، ځکه نرخونه لوړ شوي دي.

میرویس زیاتوي: «ټوله ستونزه ښاروالۍ جوړه کړې د یخ د هرې کوندې پر سر لس افغانۍ غواړي او کله وایي، پنځه افغانۍ راکړئ چې دا ډول د ټیکسونو وضعه کول مونږ ته ستونزې جوړوي او هم راته له اقتصادي اړخه زیات تاوان لري؛ نو ځکه خو مونږ تېره اوونۍ د څو ورځو لپاره فابریکې تړلې وې او دا مو ترې غوښتل چې دوی باید خپل ټیکسونه راکم کړي.»

په همدې حال کې دجلال اباد ښاروالۍ مسوولین بیا وایي، تیره اوونۍ یو شمېر کارخانو کار بندېز کړی وو، چې دا خپله یوه له کلونو راپاتې مافیا ده او په لوی لاس یې ښار کې د یخ نشتون او شارټ حالت رامنځته کوي.

 د جلال اباد ښاروالۍ لپاره د طالبانو وياند بختي جان مراد پر دوی یادې نیوکې پر ځای نه بولي او وایي، یوې محدودې ډلې په ښار کې دا اوازه خپره کړې، چې ښاروالۍ له ېخ فابریکو نه په في کونده ۱۰ افغانۍ غواړي چې دا مطلق افواهات او له حقیقت لېرې ده.

د هغه په خبره فابريکه لرونکو سره په مشوره فې کوندې ته ۲۸ افغانۍ نرخنامه ټاکل شوې او بیرون پرچون والا ته ۳۵ افغانۍ نرخ ورکړل شوی چې له سرغړونکو سره به یې قانوني چلند ترسره شي.

جلال اباد ښار د هیواد یو له هغه ښارونو شمیرل کیږي چې د اوړي موسم يې ډېر ګرم وي او ډیر کله یې خلک د برېښنا له پرچاوۍ هم سرټکوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه