د معترضو ښځو د خوځښتونو ايتلاف: له طالبانو سره تعامل حل لاره نه ده

اطلاعات روز: د معترضو ښځو د خوځښتونو ايتلاف د بشري حقونو د شورا د يوې ګډونوالې څرګندونو ته چې له طالبانو سره يې د نړيوال تعامل غوښتنه کړې، غبرګون ښودلی او ويلي يې دي چې داسې کسانو ته د ټريبون پر ورکړه اندېښمن دي چې له طالبانو سره تعامل حل لاره ګڼي.

دې ايتلاف په يوه اعلاميه کې ويلي، چې طالبان تعامل او خبرو-اترو ته ژمن وای نو تر اوسه يې بايد له هغو ژمنو يوه عملي کړې وای چې له نړيوالې ټولنې سره يې کړې دي.

پرون (دوشنبه، ۲۹ د غبرګولي) د افغانستان د ښځو او نجونو په اړه د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د بشري حقونو مدافع مدينې محبوبې د طالبانو له سرپرست حکومت سره د نړيوال تعامل غوښتنه وکړه.

دې وويل: «د طالبانو د سرپرست حکومت له چارواکو سره بايد تعامل ولرو تر څو ورته ووايو چې د فعالانو، ورځپاڼه ليکونکو او بشري حقونو د مدافعانو حقوقو او امنيت ته درناوی وکړي».

خو د اعتراضي خوځښتونو ايتلاف ويلي، چې دا غږونه د افغانستان د ښځو واقعي اواز نه دی او «کومه ښځه چې پر انساني کرامت باور ولري له يوې تروريستې ډلې سره د خبرو او تعامل وړانديز نه کوي».

دې ډلې د افغانستان د ښځو او نجونو په اړه د بشري حقونو د ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ او له تبعيض سره د مبارزې د کاري ډلې د رييس دوروتي استرادا د وروستي راپور هرکلی کړی دی.

د اعتراضي خوځښتونو ايتلاف زياته کړې، چې دې راپور د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان د ښځو د ژوند ټول اړخونه راخيستي دي، خو بيا هم «د ښځو د ژوند يوه برخه انځوروي».

دې ايتلاف ټينګار کړی، چې له طالبانو سره د هيوادونو دوه کلن تعامل د ښځو په ژوند او په افغانستان کې د بشري حقونو په وضعيت کې هيڅ مثبته پايله نه ده ورکړې.

د اعتراضي خوځښتونو ايتلاف زياته کړې، چې د بشري حقونو په شورا کې غړو هيوادونو ته وايي، چې له دوه مخي سياست څخه لاس واخلي او په خپلو هيوادونو کې چې ښځو ته څه غواړي افغان ښځې لپاره يې هم وغواړي.

دې ايتلاف ويلي، چې هيوادونه بايد په افغانستان کې جنسيتي اپارتايډ له پامه ونه غورځوي او پر وړاندې يې بايد اصولي او قانوني اقدامات وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه