مجاهد: افغانستان کې اسلامي قوانين نافذ دي، پر هغو اعتراض له اسلام سره ستونزه ده

انځور: ارشیف

اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ راپور او د دې سازمان د بشري حقونو شورا غونډې ته په ځواب کې ويلي، چې په افغانستان کې اسلامي قوانين پلي دي او پر هغو اعتراض له اسلام سره د ستونزې درلودلو په معنا دي.

نوموړي نن (سې‌شنبه، ۳۰ د غبرګولي) په يوه ټويټ کې د افغانستان د ښځو او نجونو په اړه د ريچارډ بېنټ راپور پراخ پروپاګنډ بللی دی چې د ده په وينا د طالبانو پر خلاف کېږي او هيڅ ډول حقیقت نه لري.

ده ادعا کړې چې ځينې بنسټونه او لوېديځ حکومتونه د ملګرو ملتونو د سازمان له لارې د طالبانو پر خلاف «پراخ» تبليغات کوي.

د طالبانو وياند ليکلي: «د افغانستان د وضعیت په اړه د ریچارډ بېنټ راپور د همداسې پروپاګند برخه ده چې له حقایقو سره سر نه خوري.»

ده ادعا کړې چې په افغانستان کې اسلامي قوانين نافذ دي او «پر هغو اعتراض کول له اسلام سره ستونزه [درلودل] دي.»

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعيت په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا درې پنځوسمه غونډه پرون د سويس په جينوا ښار کې وشوه.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ او له تبعيض سره د مبارزې کاري ډلې د ښځو او نجونو د وضعيت په اړه خپل وروستی راپور وړاندې کړ.

ريچارډ بېنټ – تر جينوا غونډې وړاندې – په خپل وروستي راپور کې ويلي و چې طالبانو د افغانستان د ښځو او نجونو پر خلاف تر ۵۰ زيات بنديز لګوونکي فرمانونه ورکړي دي.

د ده په وينا، دې راپور «په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر خلاف پراخ او سيسټماټيک تبعيض او د دې ځپنې پر وړاندې د هغوی استقامت او وړتيا ته» کتنه کړې.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د بښنې نړيوال سازمان د افغانستان د څانګې مسوولې سميرا حميدي وويل، چې د دې سازمان غړي هيوادونه بايد دا ډاډ تر لاسه کړي چې د افغانستان د ښځو او نجونو له جنسيتي ځوروونکو پوښتنه کېږي.

د بشر حقونو د څار د افغانستان د برخې شنونکې فرشته عباسي په خپلو خبرو کې وويل، چې په افغانستان کې ښځې د بشري حقونو د لومړۍ کرښې ساتونکې دي او نه يوازې د خپلو حقونو بلکې د ټولو د اساسي حقونو او راتلونکي لپاره جنګېږي.

دې زياته کړې، چې د بشر حقونو څار له دولتونو غواړي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو اساسي حقونو ته د نه پاملرنې په تړاو خپل ډلييز نارضايت ته دوام ورکړي او د هغو معترضو ښځو ملاتړ وکړي چې د «ډوډۍ، کار او ازادۍ» شعارونه ورکوي.

د رواداري (زغم) د بنسټ اجراييه رييسې پرون په ياده غونډه کې وويل، چې طالبانو افغانستان د ښځو او نجونو د ارمانونو او وړتياوو په ډلييز قبر بدل کړی دی.

په دې غونډه کې د ګډونوالو له منځه د بشري حقونو مدافع مدينې محبوبې له نړۍ څخه وغوښتل چې د طالبانو له سرپرست حکومت سره تعامل وکړي.

دې وويل: «د طالبانو د سرپرست حکومت له چارواکو سره بايد تعامل ولرو تر څو هغوی ته ووايو چې د فعالانو، ورځپاڼه ليکونکو او بشري حقونو د مدافعانو امنيت او حقونو ته درناوی وکړي.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه