د جلال اباد ښار په پښتونستان واټ کې یو تاریخي توپ نندارې ته کېښودل شو

اطلاعات روز: ننګرهار ولایت کې طالب مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په پښتونستان واټ کې یې یو تاریخي توپ نصب او نندارې ته  ایښی دی.

د جلال اباد ښاروالۍ لپاره د طالبانو ښاروال نعمت الله اخند وایي، دا توپ یې د ننګرهار ولایت مقام مخې ته په پښتونستان واټ کې ځکه نصب کړی څو بهرني اتباع د دې توپ په لیدلو سره وپوهیږي چې دوی د تاریخي اثارو ساتنه کوي.

نوموړي چې تیره شپه په همدې تړاوو په جوړو شویو مراسمو کې خبرې کولې وویل، له دې تاریخي توپ څخه دوه پېړۍ د وخت معلومولو په موخه ګټه اخیستل کېده چې اوس د نندارې او تاریخي ارزښت په موخه د هېوادوالو نندارې ته ایښودل شوی دی.

فرهنګي فعال نصیب الله ژمن هم په پښتونستان واټ کې د دې تاریخي توپ د نصبولو اقدام ستایي او له مسوولینو غوښتنه کوي، چې د دا ډول پخوانیو اثارو ساتنې ته دې پاملرنه زیاته شي.

ژمن زیاتوي: «تاریخي اثار زمونږ نسلونو لپاره ښه دي هغوی به یې ګوري او دا به یو تاریخ پاتې کیږي.»

ولسي خلک که څه د دې چارې ستاینه کوي، خو ځینې یې له توپ غونډۍ څخه پښتونستان واټ ته د دې توپ له راوړلو سره مخالفت څرګندوي او وایي، چې تاریخي اثار باید په خپل ځای پاتې شي او د دې پر ځای باید په خپل پخواني ځای کې نصب شوی وی.

د جلال اباد ښار اوسیدونکی نویدالله وایي، د طالبانو حکومت ته په کار ده چې دا ډول تاریخي اثار په خپلو پخوانیو سیمو کې ځای پر ځای او هملته دې ساتنه ترې وکړي.

د توپ غونډۍ دغه توپ ډېره پخوانۍ مخینه لري، چې ویل کېږي د روژه ماتي پېشنمي او غرمې په وخت کې به پرې ډز کېده، چې خلکو به د دې توپ په ډز روژه ماتوله او نېوله.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه