اطلاعات روز: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غونډې په درشل کې د افغانستان معترضو ښځو دې شورا ته يو پرانيستی ليک لېږلی او پر طالبانو يې د «زيات او اغېزناک» فشار راوړلو غوښتنه کړې.
د دې ليک يوه نسخه چې نن (يکشنبه، ۲۸ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته لېږل شوې، پکې راغلي چې دا فشارونه کېدلای شي پر سفر محدودیت، نه تعامل او بنديز لګول وي.
معترضو ښځو په خپل ليک کې ويلي: «طالبان له سره تر پايه په بشر ضد جناياتو کې لاس لري او د ځينو سازمانونو او کړيو له لوري يې د منځلارو او سختدريځو وېش بايد د ملګرو ملتونو لپاره د اعتبار وړ نه وي.»
په دې ليک کې راغلي، چې «د ملګرو ملتونو منشور او هغه ارزښتونه چې پر اساس يې همدا منشور جوړ شوی دی، بايد له طالبانو سره په تعامل کې تر پښو لاندې نشي»؛ ځکه هر څومره چې نړۍ د دې ډلې پر وړاندې چوپ پاتېږي، بشري وضعيت خراب لوري ته ځي.
دوی د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه غوښتي چې د افغانستان د ښځو تر څنګ دې ودرېږي او د بشري حقونو ارزښتونو، د ملګرو ملتونو منشور او هغو کنوانسيونونو ته دې ژمن پاتې شي چې د ښځو پر خلاف د تبعيض او سيسټماټيک حذف په اړه دي او پر همدې [اساس دې] چلند وکړي او پر طالبانو دې نور فشار راوړي.»
د افغانستان معترضو ښځو يو شمير نړيوالو غونډو ته د طالبانو د غړو پر بلنې نيوکه کړې او له دې ډلې سره يې د هر ډول تعامل او په رسميت پېژندنې مخالفت کړی دی.
دوی په دې ليک کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه غوښتنه کړې چې د نړيوالې جنايي محکمې له لوري دې د «طالبانو د بشر ضد جنايتونو» د ارزونې فرصت برابر کړي او د هغو ښځو د ازادۍ هڅه دې وکړي چې له طالبانو سره بنديانې دي.
د افغانستان معترضو ښځو د افغانستان په اړه د ريچارډ بېنټ د نوي راپور هرکلی کړی او هغه ته د رسيدګۍ لپاره يې د يوې تګلارې غوښتنه کړې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ په خپل تازه راپور کې ويلي، چې طالبانو د افغانستان د ښځو او نجونو پر خلاف تر ۵۰ زيات محدودوونکي فرمانونه صادر کړي او له هغوی سره پراخ او سيسټماټيک تبعيض کوي.
ټاکل شوې چې دا راپور سبا په جينوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په درې پنځوسمه غونډه کې وړاندې شي.
په دې غونډه کې د افغانستان د ښځينه حقونو فعالانې پروانه ابراهيمخېل او نګين ياري هم خبرې کوي.
