اطلاعات روز: ننګرهار کې روغتیایي چارواکي خبر ورکوي، چې دغلته د پولیو یا ګوزڼ پنځمه مثبته پېښه شوې ده.
د پولیو د له منځه وړلو ملي کمپاین مسوول ډاکتر نیک محمد نن (یکشنبه، ۲۸ د غبرګولي) وویل، چې دغه پېښه د ننګرهار د دور بابا په ولسوالۍ کې ثبت شوې او یو ماشوم په ګوزڼ یا د پولیو په ویروس اخته شوی دی.
نوموړي د اخته ماشوم په اړه نور معلومات ورنه کړل، چې څو کلن دی او ولې پر پولیو ویروس اخته شوی، خو زیاتوي چې د یاد ماشوم سمپل یا نمونه له تشخیص وروسته معلومه شوې چې پر ګوزڼ یا پولیو ویروس اخته شوی دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې چې دا په روان ۲۰۲۳ کال کې د پولیو ۵ مه مثبته پېښه ده چې ننګرهار کې ثبتیږي.
له دې څه موده وړاندې د پولیو لومړنۍ مثبته پېښه په کوټ، دویمه یې په بټي کوټ، دریمه یې په نازیانو، څلورمه په بهسودو او پنځمه یې تازه په دور بابا ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.
روغتیایي چارواکي اندیښنه لري او وایي، چې په ختيځو ولایتونو کې د ګوزڼ د تازه مثبتو پېښو په ثبتیدو سره دغلته ټول تر پنځه کلونو کم عمره ماشومان د پولیو ناروغۍ تر ګواښ لاندې دي.
افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې یاده ناروغۍ پکې شته او د نورو لاملونو سربیره د خلکو له لوري واکسین ته زړه نه ښه کول یې مهم لامل بلل کېږي.
