ارزګان کې بې سرپرسته ميرمنې له طالبانو کار غواړي

ارزګان کې هغه میرمنې چې دا مهال د خپلو کورنیو سرپرستي په غاړه لري د طالبانو له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې دوی ته دې کاري فرصتونه برا بر کړي ترڅو اقتصادي وضعیت یې ښه او د نورو له احتیاجه خلاصې شي.

بي بي ګله چې د ۹ اولادونو سرپرستي ورپاتې ده دا مهال د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې د خلکو په کورونو کې کار کوي وایي، که یو مناسب کاري فرصت ورته برابر شي کولای شي چې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.

نوموړې زیاتوي، چې د غواګانو د روزنې او لاسي غاړو د جوړولو په برخه کې کافي تجربه لري او وایي، که په دې برخه کې ورته د کار زمينه برابره شي، نو د خپلې نهه کسیزې کورنۍ ساتنه او پالنه کې به له ستونزو خلاصه شي.

هغې وویل: «زه اوس مهال په خپل کور کې ۹ ماشومان لرم خاوند مې همدغه پروسږکال مړ شوی د ټولو ساتنه او پالنه زما پر غاړه ده يو ګنډ په دوو مياشتو کې جوړوم بیا هغه په ۵ زره افغانۍ پلورل کېږي پیسې يې ډيرې لږې دي که موږ ته يو بل مناسب کار پیدا شي زه کولای شم چې د خپلې کورنۍ ساتنه او پالنه ورباندې وکړم.»

د یوې بې سرپرسته میرمنې په لاس جوړه شوې غاړه

يوازې ميرمن بي بي ګله نه ده چې د کاري فرصتونو د پیداکيدو غوښتنه کوي په دغه ولايت کې ګڼې نورې ميرمنې هم اقتصادي ستونزو په مخ کړي او اړې دي چې د لږ پیسو  په بدل کې زيات کار وکړي.

نازو او ښاپیرۍ دوې هغه ميرمنې دي چې د مناسب کار نشتون له امله اړې شوي چې ښار کې سوال وکړي دوی د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د کار زمینه ورته برابره کړي.

دغه ميرمنې زیاتوي، چې څو ځله ورسره د مرسته کوونکو سازمانونو لخوا مرستې شوي، خو په خبره یې چې يادې مرستې دایمي نه وي او څه وخت وروسته دوی بیا د ژوندې پاتې کيدو لپاره لومړنيو مرستو ته اړتيا لري.

د دوی په وینا، چې په دې ولایت کې ډیرې داسې میرمنې شته چې د کار کولو وړتیا لري، خو زیاتوي چې له یوې خوا دغه میرمنې خپله دومره وس نه لري چې پانګونه وکړي او له بلې خوا ورته هیڅ پاملرنه نه ده شوې، نو ځکه بل ته لاس نیسي.

نازو وایي:«هيڅ شی نه لرو چې موږ يې وخورو بس دغه مرستې چې راسره وشي دومره شي چې يو څه وخت زموږ اړتياوې پوره کړي وروسته چې خلاصې شي موږ بیا اړتيا لرو چې يو څوک باید راسره مرستې وکړي که موږ ته په دايمي ډول د کار زمينه برابره شي موږ به ددغه ستونزو څخه خلاصې شو.»

ښاپيرۍ بیا زیاتوي: «ما په يوې موسېسې کې کار کاوه د هغې موسېسې پروژه دلته ختمه شوه اوس پر کور ناسته يم حکومت باید ماته داسې د کار زمينه برابره کړي چې زه په خپل لاس د کورنۍ لپاره روزې وګټم په مرستو زموږ هيڅ نه کېږي دلته ډيرې ښځې شته چې کار کولای شي خو اوس ورته هيڅ زمينه نه ده برابره شوې.»

په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، که د طالبانو حکومت په افغانستان کې ښځې کار کولو ته پريږدي دغه بې سرپرسته کورنۍ کولای شي چې د خپلې کورنۍ ساتنه او پالنه په ښه ډول وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوه نصير احمد قلم وايي، چې حکومت دې په ټول افغانستان کې د ښځو لپاره مناسب کاري فرصتونه جوړ کړي ترڅو له يوې خوا ښځې له فقر خلاصې شي او ترڅنګ يې ښځې هم د نارينه په څير کار وکړي.

هغه وويل: «اوسنی حکومت دې ښځو ته هم په ادارو کې د کار اجازه ورکړي هم دې ورسره په پانګونه کې مرسته وکړي ترڅـو هغوی هم د خپل ځان او هم د هېواد اقتصاد ښه کړي ځکه ما خپله ليدلي چې ډيرې ښځې کولای شي چې کار وکړي خو اوس ورته هيڅ د کار زمينه نه ده برابره که برابره هم وي خپله دغه ښځې دومره نه شي کولای چې په شخصې لګښت دې د ځان لپاره پانګونه وکړي.»

د اقتصادي چارو کارپوهان وایي، که د طالبانو حکومت ښځې کار ته پریږدي او کاري زمینې ورته برابره کړي، نو دوی کولای شی خپلې اقتصادي ستونزې په خپله حل کړي

د يادو ميرمنو دغه څرګندونې مو په ارزګان ولايت کې د طالبانو له ولايتي مسوولينو سره شريکې کړې.

د دې ولايت لپاره د طالبانو دکار او ټولنيزو چارو ريس ګل اغا اتل وايي، چې تازه یي هڅې پېل کړي چې هغه بې سرپرسته کورنیو ته د کار زمینه برابره کړي چې له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دي.

نوموړی زیاتوي، چې دوی هڅه کوي ترڅو مرسته کوونکې ادارې هم وهڅوي چې خلکو ته د لاس په لاس مرستو پرځای د دايمي کاري فرصتونو زمينه برابره کړي.

هغه زياته کړه:«موږ د ولايت مقام څخه يو پیشنهاد اخیستی ترڅو سروی وکړو هغه ګدايان چې مرستو ته اړتيا لري ورسره به مرستې وکړو او هغه کسان چې کار ته اړتيا لري د هغوي لپاره به موږ د فني او حرفوي زده کړو زمينه برابره کړو او ماشومان به موږ روزنتون ته داخل کوو.»

ارزګان کې داسې مهال ښځې د کاري فرصتونو غوښته کوي چې څه موده وړاندې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي هلمند ته په سفر کې ویلي و، چې اوس ‌مهال په هېواد کې د پنځوس زره شرکتونو چارې د ښځو له لوري پرمخ وړل کېږي چې له دې منځه پنځه زره رسمي دي.

د طالبانو له لوري د ښځو پر کا د بندیز وروسته ډیری یو وزرې میرمنې د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي او دا مهال اړې دي چې د خپلې کورنۍ د ساتلو لپاره پردي کورونو کې سخت کار یا هم په بازارونو کې سوال وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه