اطلاعات روز: ننګرهار کې ځايي خلک د مخابراتي شبکو له لوړو نرخونو سر ټکوي او وایي، چې دغلته د مخابراتي شبکو د فعالیت ښه والي لپاره ریښتیني ګامونه نه دي اخیستل شوي.
خلک وايي، مخابراتي شبکې نه یوازې دا چې د ننګرهار په لېرې پرتو ولسوالیو کې د پام وړ انټرنېټي خدمات نه لري، بلکې د جلال باد ښار په بېلابېلو برخو کې هم له ناسمو انټرنېټي چوپړتیاوو کړېږي.
د جلال آباد ښار اوسېدونکی اکمل وايي، مخابراتي شبکې د انټرنېټ په برخه کې ورځ بلې ته خپلې بیې لوړوي، خو د کیفیت په برخه کې یې هېڅ ډول پاملرنه نشته، چې له امله یې خلک له جدي ستونزو سره مخ دي.
نوموړی غوښتنه کوي، چې مخابراتي شبکې دې د نرخونو په برخه کې د پام وړ کموالی راولي او د انټرنېټي خدماتو د کیفیت ښه والي ترڅنګ دې د انتنونه د پیاوړتیا لپاره رښتیني ګامونه پورته کړي.
اکمل له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: « جلال آباد ښار کې سېګنلې سم کار نه کوي، یوه شبکه یو ځای کې کار کوي بله بل ځای کې کار کوي، ښار مکمل پوښښ لاندې نه لري، دویمه غټه ستونزه چې ده، چې هغې سره خلک لاس او ګرېوان دي هغه د قېمتونو لوړوالی دی زمونږ د انټرنېټي شبکو قېمتونه ډېر زیات لوړ دي.»
د جلال آباد ښار سربېره د ننګرهار د لېرې پرتو ولسوالیو خلک بیا د انټرنېټي خدماتو له نشتوالي او کمزوري ټيلیفوني اړیکو شکایتونه کوي.
د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، یوه مخابراتي شبکه یې هم په سیمه کې په سم ډول کار نه کوي او د یوې عادي ټیلیفوني اړیکې لپاره هم یوه لوړ ځای ته پورته کېږي.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکي ګل ضمیر او جان محمد د دغې ستونزې د ژر تر ژره حل کېدو غوښتنه کوي.
دوی وايي: « د ټېلیفوني شبکو کیفیت هم ډېر کمزوری دی، په عموم کې ځانته داسې نه چې مونږ په یوې شبکې باندې انتقاد وکړو، د ټولو شبکو کیفیت دلته کمزوری دی. انټرنېټ دلته کار نه کوي، ډېرو ستونزو سره مخامخ یو، چې کله مونږ مسج کوو یا بهر ورور سره خبرې کوو، یا چا سره رابطه نیسو یا یو پوسټ ګورو، نو بیا لرې ساحې ته ځو.»
بل لور ته ننګرهار کې د طالبانو ولایتي مسوولین وايي، د مخابراتي پایو لګولو لپاره یې د ۱۵ لېرې پرتو ولسوالیو داسې سیمې په نښه کړي، چې هېڅ مخابراتي خدمات پکې شتون نه لري.
د ننګرهار د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ ریاست لپاره د طالبانو رییس ذبیح الله ذکي وایي، د خصوصي مخابراتي شبکو انتنونو پیاوړتیا او مخابراتي خدمتونو فعالیت لپاره لاس پکار دي.
نوموړي وړاندې وویل: « تقریبا مونږ په ۱۵ ولسوالیو کې داسې ځایونه مشخص کړي دي، چې هلته بېخي مخابراتي خدمات شته نه، د هغې لنډ مثال به دا ووایو، چې د وزیرو ټټنګ ساحه ده، همدا رنګه دې پلو مرکي خېلو بعضې ځایونه دي، همدا رنګه وزیرو تنګی دی، آګام تنګی دی، ګریخېل دي، پاس پچیر دی، همداسې شینوارو کې ډېرې ساحې دي، هلته چکنور دی، همداسې مچ مېږی دي او بره ګړوکو ده.»
هڅه مو وکړه، چې د ننګرهار مېشتو د ستونزو او جدي شکایتونو په تړاو په دې ولایت کې د خصوصي مخابراتي شبکو له مسوولینو سره خبرې وکړو، خو له پرلپسې هڅو سره سره ونه توانېدو، چې په دې برخه کې د هغوی نظر له ځان سره ولرو.
حصارک، سپین غر، دور بابا، دره نور، شېرزاد، لعلپوره، مومندره، کوز کونړ، خوږیاڼي، پچیر آګام او یو شمېر نورې هغه ولسوالۍ دي، چې د لېرې پرتو سیمو خلک یې لا هم د مخابراتي خدمتونو له نشتوالي او تر وروستۍ کچې د ټیټ کیفیت له انټرنېټ څخه سر ټکوي.
باور دادی، چې د طالبانو حکومت پر مخابراتي شبکو سم څار نه لري، نو ځکه خو ورځ بلې ته د کیفیت له اړخه تر وروستي بریده کمزورې او د نرخونو په برخه کې د ګاونډیو هېوادونو د انټرنېټي او مخابراتي خدماتو په پرتله یې بیې څو برابره لوړې دي.
