اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت په تورخم دروازه کې پاکستان ته د څلور ټنه لېتيم قيمتي ډبرو د قاچاق مخنیوی شوی دی.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو له دفتره نن (یکشنبه، ۲۸ د غبرګولي) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه قيمتي ډبرې د ډبرو سکرو په یوه موټر کې ځای پر ځای شوې وې او قاچاق کوونکو غوښتل پاکستان ته یې انتقال کړي.
طالب چارواکو د یادو قیمتي ډبرو د قاچاق په تور د دوو کسانو د نیول کیدو خبر هم ورکړی دی.
لېتیم په پراخه کچه د بریښنایي وسایلو بټریو کې کارول کیږي. دا سرچینې د نړیوالو پالیسیو سره سم ستراتیژیکې سرچینې ګڼل کېږي ترڅو نړۍ کې د شین پوړیزو ګازونو تولید کم کړي.
له دې نږدې پنځه میاشتې وړاندې هم ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو ادارې له لوري د کانونو او پټروليم وزارت سره په ګډه همکارۍ د ۱۰۰۰ ټنه قيمتي ډبرو د قاچاق په تړاو د دوو بهرنيانو په ګډون د ۵ کسانو د نیول کیدو خبر ورکړی و.
د افغانستان کانونه له کلونو راهیسې په ناقانونه توګه استخراج او ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کېږي.
طالبان د کانونو په خپل سري ډول د کیندنو پر مخنیوي او د قیمتي ډبرو د قاچاق پر مخنیوي ټینګار کوي او وايي، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې دا ډول قيمتي ډبرې او ارزښتمن توکي له هيواده قاچاق کړي.
