اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې د دغه ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د یوه ځوان هلک او مېرمنې له وژل کېدو خبر ورکوي.
یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دغه پېښه نن (شنبه، ۲۷ د غبرګولي) له غرمې وړاندې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند په «بېز اکمالاتي» سیمه کې را منځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې د شاهد په نوم یو کس خپل وراره او اېنګور په ډزو وژلي دي.
سرچینې د یادې پېښې د څرنګوالي په اړه معلومات نه دي ورکړي.
ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییزو مسوولینو د دغې پېښې په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د یوه بل خبر له مخې بیا طالب چارواکي خبر ورکوي چې پرون په بادغیس او ارزګان ولایتونو کې هم دوه تنه په قتل رسیدلي دي.
چارواکي زیاتوي، چې په ارزګان کې یو کس د ځمکې پر سر حقوقي دعوه کې د مخالف لوري لخوا او همدارنګه بادغیس کې یو کس د «نامعلومو وسله والو» لخوا وژل شوي دي.
بادغیس کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ مسوولین وایي، وژل شوی کس عادي کس و او دوی یې د وژنې په تړاو پلټې پېل کړې دي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې د کورني تاوتریخوالي او اخلاقي موضوعاتو اړوند پېښې او قضیې زیاتې شوي، چې خلک یې لامل عدلي او قضایي ارګانونو ته د خلکو نه لاسرسی او د بشر حقونو اړوند ادارو بندېدل یادوي.
