د نړيوال لوبغاړو دريځ څه دی او چیرته ولاړ دي؟

که تمه دا وي چې «د غيب لاس به را اوږد شي او يو کار به وکړي»، دا ځل به دا لاس د نړيوالو ځواکمنو دولتونو له لستوڼي راونه وزي. د ۲۰۰۱ کال په سپټمبر کې چې کله القاعدې د نيويارک پر سوداګريزو برجونو بريد وکړ، اسامه بن لادن او ځينو نورو عربو او غير عربو رهبرانو په دې بريد وياړ وکړ. دوی به ښايي نه پوهېدل چې تر بريد وروسته به يې د دې شعارونو پايلې د دوی د کوربه (د طالبانو اسلامي امارت) لپاره څه وي.

دا ځل وضعيت بدل دی. نه هم طالبان د امريکا او اروپا پر لويو ښارونو د بريد تابيا لري او نه هم امريکا او اروپا پر افغانستان د لښکرکشۍ تمايل. دوې لسيزې وړاندې، طالبانو د خپل امارت د لاسه ورکولو په بيه هم امريکا ته د اسامه له سپارلو ډډه کوله. دوې لسيزې وروسته، امريکا د القاعدې مشر ايمن الظواهري د کابل په شيرپور کې د توغندي په وسيله ټوټه – ټوټه کړ. د طالبانو غبرګون دومره نرم او بې هيجانه و لکه د مني باد چې د ونو پاڼې توی کړې وي.

پوښتنه داده: که ځواکمن لوبغاړي په نړیوالو او سيمه‌ييزو مناسباتو کې د طالبانو پر وړاندې د څرګندې دښمنۍ او يا هم بشپړ حسن نيت دريځ نه لري، نو بيا د دوی ډاګيز دريځ څه دی؟ يا هم په نورو الفاظو، دوی په دې منځ کې چيرته ولاړ دي؟ په يوه لنډه جمله کې د دې پوښتنې ځواب دادی: د نړيوالو ځواکونو لپاره يو «باثباته» افغانستان تر يوه ازاد، ډيموکراټيک او پرمختللي افغانستان ډېر اهميت لري. وړاندينۍ پوښتنې ته تر تفصيلي ځواب وړاندې، بايد په دې پوه شو چې د طالبانو دريځ څه دی؟

طالبانو څومره بدلون کړی دی؟

په لومړي سر کې فکر کېده چې طالبان بدل شوي دي او تر پخوا غوره سياستونه لري، مګر په تدريج سره يې وښوده چې چندان بدلون پکې نه دی راغلی. يوازې يو عمده بدلون چې طالبانو په دې دوره کې ښودلی دی، په نړيواله کچه د خپلې رسميت پېژندنې لپاره هلې – ځلې کول دي. طالبان د رسميت پېژندنې د همدې قضيې په خاطر په ځينو نورو برخو (لکه د خلکو د ظاهري بڼې په اړه د سختو کوډونو نه تحميلول) کې هم نرمي  ښودلې ده. دوی غوښتل چې نړۍ ته وښيي چې حکومت يې د نړۍ د نورو حکومتونو په څېر يو عادي حکومت دی خو د ښځو له کار او تحصيل سره د دوی سخت مخالفت، د يوه ټولشموله حکومت له جوړولو يې انکار، د بشري حقونو د معيارونو پر وړاندې يې بې پروايي او د طالباني زدکړييز نصاب پر تطبيق يې ټينګار وښوده چې طالبان له وړو بې ارزښته مواردو پرته نشي کولای له خپلو سختو راډيکالو فکري کرښو تېر شي. د طالبانو په واکمنۍ کې د خلکو اقتصادي وضعيت بدتر شوی دی. ډېری خلک بې‌کاره دي. اکثريت هغه رغنيزې، زدکړييزې، روغتيايي او ټولنيزې پروژې درېدلې چې په تېر حکومت کې يې خلکو ته کار پيدا کړی و. په کومو سيمو کې چې د خلکو نارضايتي د وسله وال مقاومت په بڼه راڅرګندېږي، طالبان عادي خلک هم (له هغو خلکو سره يو ځای چې د مقاومت جبهاتو ته منسوب وي) ځوروي او حتا وژني يې. که څه  هم د افغانستان په ځينو سیمو کې د لارو امنيت ښه شوی دی، خو بيا هم د افغانستان اکثريت خلک د خپل امنيت په اړه اندېښمن دي. د ښځو، د پخواني حکومت  د کارکوونکو او منسوبينو، مدني فعالانو او ورځپاڼه ليکونکو تر منځ د اندېښنې کچه ډېره لوړه ده.

د طالبانو یو شمیر لوړ پوړي چارواکي. انځور: خواله رسنۍ

که څه هم ځينې وختونه د طالبانو د لوړپوړو رهبرانو تر منځ د فکري او سياسي اختلاف ځينې نښې راښکاره کېږي، مګر واقعيت دادی چې د طالبانو يو څه معتدل رهبران هم د خپلو بې‌سواده او سختدريځو نظاميانو پر وړاندې اړ دي له خپله دريځه تېر او له سختدريځو رهبرانو سره يو ځای شي. د دې يوه بېلګه د ښځو د تحصيل پر حق د عباس ستانکزي ټينګار او له دې حق سره د ملا هبت الله مخالفت دی. ستانکزي په څرګنده ويلي و چې تحصيل د ښځو طبيعي حق دی، کله چې د خپل اميرالمؤمنين د امر له مخالفت سره مخ شو، نو يې اعلان وکړ چې د امير اطاعت واجب دی. هغه څه چې طالبان هڅوي چې خپل انعطاف نه منونکي سياستونه په کلکه تعقيب کړي، هغه ډاډمنې نښې دي چې دوی یې له بهره تر لاسه کوي.

امريکا او اروپا

له هيچا پټه نه ده چې د امريکا او اروپا دولتونه د مهمو نړيوالو لوبغاړو په توګه له طالبانو سره د تعامل غوښتونکي دي. دا تعامل نور هيڅ عمده شرط هم نه لري. داسې ښکاري چې که اروپايان او امريکايان د طالبانو د اوسني چلند په اړه ډاډ پيدا کړي، له طالبانو سره به د خپلې اړتيا کاري تعامل ته رسمي بڼه ورکړي. مطلب دا چې اوس مهال اروپايان او امريکايان تر يوه حده د طالبانو له چلنده راضي دي (ځکه طالبانو تقريبا په دوو کلونو کې د دوی پر وړاندې هيڅ ګواښونکی اقدام نه دی کړی). که طالبان همدې چلند ته دوام ورکړي او د اروپا او امريکا د ګټو پر وړاندې د پام وړ ګواښ پېښ نه کړي، پر طالبانو به فشارونه کم شي او طالبان به نورې مالي او سياسي هڅونې هم تر لاسه کړي. امريکا او اروپا د خپلو داخلي عمومي افکارو، اقتصادي محدوديتونو، له روسيې او ايران سره د تقابل له وجې له طالبانو سره د زيات کړکېچ را منځته کېدل نه غواړي. طالبان هم اوس مهال له امريکا او خپلو سيمه‌ييزو ملاتړو يو څه مالي ملاتړ تر لاسه کوي او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو يوه برخه هم د خپل حکومت پر ټينګولو لګوي. له همدې وجې، پراخو مالي سرچينو ته اړتيا نه لري. دليل يې دادی چې د طالبانو حکومت د افغانستان وګړو ته د خدماتو رسولو يوه نورماله اداره نه ده. تر کومه وخته چې د طالبانو حکومت نه وي پاشل شوی، په نورو ټولنيزو حوزو کې پاشلتيا (چې زيان يې خلکو ته رسېږي) د طالبانو لپاره ارزښت نه لري. په بل عبارت، که طالبانو ته وويل شي چې افغانستان د پاشل کېدو له خطر سره مخ دی، نو د طالبانو د خطر ارزونې په دستګاه کې ورته د يوه جدي خطر په توګه نه کتل کېږي.

امريکا به له طالبانو سره څه وکړي؟

د منځني ختيځ له انسټيټيوټ څخه ماروين جي. وينبام په دې باور دی چې د طالبانو پر خلاف د امريکا بنديزونه او مجازات کوونکي اقدامات ناکام شوي او په ځينو مواردو کې يې معکوسه پايله ورکړې ده. د منځني ختيځ د انسټيټوټ له شننې سره سم، د امريکا حکومت د تېرو دوو کلونو پر مهال د پاليسۍ په هغو ټولو پنځو حوزو کې له ننګونې سره مخ دی چې د خپل ځان لپاره يې لومړيتوب ټاکلې وي او له همدې کبله بايد د طالبانو پر وړاندې پر خپلو دې پاليسيو بيرته فکر وکړي. هغه پنځه حوزې دادي:

۱) د هغو افغانانو د تخليې د بهير بشپړول چې له امريکا سره يې کار کړی دی؛

۲) د افغانستان د اقتصادي سيسټم باثباته کول؛

۳) د افغانستان د نفوس تر نيمايي په زياته برخه کې د بشري کړکېچ د مخنيوي په موخه د بشري برنامو ملاتړ کول؛

۴) د طالبانو له لوري د بشري حقونو پېښو ته مؤثر غبرګون ښودل؛

۵) د امريکا د خاورې پر خلاف د پېښېدونکو تروريستي بريدونو د مخنيوي په موخه په افغانستان کې د تروريزم پر خلاف عمليات کول.

وينبام چې د امريکا حکومت ته کوم وړانديز کوي هغه د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د خبرو د دايمي چينلونو پرانيستل دي. دی په دې باور دی چې د امريکا دولت کولای شي پر هغو يونيم ميليارد پيسو د څارنې لپاره په افغانستان کې رسمي حضور ولري چې تر اوسه يې دې هيواد ته لېږلې دي. په عين حال کې، له يادې شننې سره سم د طالبانو په دريځونو کې توپير ليدل کېږي او په افغانستان کې د امريکا د دولتي استازو مستقيم شتون کولای شي د طالبانو ځينې منځلاري کسان پياوړي کړي چې د ځينو اصلاحاتو لپاره اقدام وکړي. د ده په اند، په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د رژيم بدلون شونی نه دی او د امريکا دولت له داعش خراسان سره د مقابلې، د داخلي جګړې او افغانستان کې د حکومتي پاشلتيا د مخنيوي او د دې هيواد خلکو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره د طالبانو همکارۍ ته اړتيا لري.

ملا عبدالغني برادر او زلمی خلیلزاد د دوحې د هوکړه لیک د پای پرمهال. انځور: خواله رسنۍ

شته نښې په ډاګه کوي چې د امريکا حکومت هم که داسې وړانديز په بشپړه توګه نه وي منلی، خو بيا يې هم د طالبانو پر وړاندې چلند داسې دی چې غواړي شخړه کمه کړي، اړيکې ورسره عادي کړي او د طالبانو حکومت په افغانستان کې د يوازيني صلاحيت لرونکي مرکزي قدرت په توګه پېژني.

اروپا څه وايي؟

د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو شورا د (۲۰۲۳) مارچ په غونډه کې ټينګار کړی چې د طالبانو سرپرست حکومت بايد بشري حقونو ته درناوی وکړي، ټولشموله حکومت جوړ کړي، د تروريستانو ملاتړ ونه کړي او هغوی ته پناهځای ورنه کړي، د افغانستان وګړو ته اجازه ورکړي چې بشري مرستو ته لاسرسی ولري او وکولای شي چې له افغانستانه دباندې او دننه په ازاد ډول سفر وکړي. د دې شورا غړو پر دې ټينګار کاوه چې په افغانستان کې ثبات د سيمه‌ييز ثبات، د تروريزم د مخنيوي، جبري بې ځايه کيدنې او بې مخينې کډوالۍ لپاره ډېر مهم دی. د اروپايي اتحاديې له اټکل سره سم، د افغانستان ۲۸ ميليونه وګړي مرستو ته اړتيا لري او شپږ ميليونه وګړي د لوږې له خطر سره مخ دي.

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې د ځانګړي استازي توماس نيکلاسن د (۲۰۲۳) مارچ مياشتې په راپور کې په څرګنده ويل شوي چې اروپايي ټولنه د پايدارې سولې د راتلو په موخه د بين الافغاني خبرو ملاتړ کوي، خو د وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوي، هغه که سياسي وي او يا بل ډول. د نيکلاسن په اند د افغانستان وګړو زيات تاوتريخوالی ليدلی دی او اوس وخت د دې دی چې د تاوتريخوالی دا لړۍ ودرېږي.

د اروپايي اتحاديې دا څرګند دريځ چې د طالبانو پر وړاندې د وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوي د امريکا له دريځ سره همغږی دی. د اروپايي هيوادونو دا دريځ ښايي پر دې ارزونه ولاړ وي چې الف) طالبان اوس مهال د اروپا لپاره جدي خطر نه دی، ب) په اروپايي هيوادونو کې عامه افکار له طالبانو سره د لګښت لرونکې نظامي شخړې ملاتړ نه کوي – هغه که په مستقيمه توګه وي او یا هم د طالبانو د مخالفو افغان ډلو ملاتړ وي -، ج) اروپايي هيوادونه هڅه  کوي چې په افغانستان کې د بې ثباتۍ او انساني کړکېچ مخه ونيسي تر څو اروپايي هيوادونو ته په زياته کچه افغان کډوال مخه نه کړي. له همدې کبله، اروپايي اتحاديه بې له دې چې طالبان په رسميت وپېژني هڅه کوي چې طالبانو ته وښيي چې اروپا ستاسو د ځایناستي پر هيڅ ډول انتخاب غور نه کوي او پر وړاندې يې يوازينی عملي امکان د طالبانو له همدې حکومت سره تعامل کول دي.

د چين او روسيې دريځونه

د روسيې دريځ له طالبانو سره د فعالو اړيکو ساتل دي. سږ کال د اپريل پر لسمه چې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د ازبکستان د سمرقند په سيمه‌ييز کانفرانس کې څه وويل، په ډاګه کوي چې دا هيواد طالبان ځکه د سياسي تعاملاتو مشروع اړخ ګڼي چې په افغانستان کې «اقتدار او کنټرول» لري. د لاوروف ټينګار د ټولشموله حکومت پر جوړېدو او د ښځو د حقونو پر رعايتولو  دی، هغه څه  چې د ټولو دولتونو ډيپلوماټيکې څرګندونې دي؛ روسيې تر دې وروسته په ځينو فرصتونو کې دا اعلان هم کړی دی چې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت له جوړېدو پرته به د طالبانو حکومت په رسميت ونه پېژني. خو دا څرګندونې د دې ښودنه نه کوي چې دا دولتونه به په دې اړه سخت دريځ نيسي. د روسيې دولت په عادي حالاتو کې کولای شوای چې ځينې تکتيکي کارونه وکړي او پر طالبانو يې ستراتېژيک فشارونه راوستلای شوای، خو اوس مهال په اوکراين کې د خونړۍ او پراخې جګړې له وجې لېوالتيا نه لري چې له طالبانو سره په اړيکو کې دې کومه ستونزه پيدا شي.

د ازبکستان په سمرقند ښار کې د افغانستان د ګاونډیانو سیمه ییز کنفرانس. انځور: AP

د چين د بهرنيو چارو وزير کين ګنګ په همدې کانفرانس کې دا هڅه هم ونه کړه چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د ښځو د حقونو په اړه خپل دريځ په ډيپلوماټيکو کوډونو کې وپېچي، ده په همدې کانفرانس کې اعلان وکړ چې حکومت يې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه اندېښمن دی خو سمدستي يې زياته کړه چې دا مسئله (د ښځو حقونه) د افغانستان يوازينۍ مهمه مسئله نه ده. ده ټينګار وکړ چې دا مسئله بايد د دې لامل نشي چې نور جدي مسايل پکې له پامه واوړي. د چين د بهرنيو چارو د وزارت د دې څرګندونې مطلب دادی چې که طالبان د افغانستان د ښځو حقونه مراعت کړي ښه خبره ده، خو د چين حکومت (په هغه صورت کې چې طالبان په دې اړه د منلو وړ سياست هم ونه لري) منتظر نه پاتې کېږي او د نورو «مهمو او جدي» مسايلو په اړه به له طالبانو سره اړيکې ولري. چين خپلې جيوپوليټيکې، امنيتي او سوداګريزې اړيکې د افغانستان په سياسي ثبات کې ويني (که د هر چا حاکميت وي او هر ډول داخلي سياست ولري).

د ۲۰۲۳ اپريل پر دولسمه، چين د «افغانستان د مسئلې» په نوم خپل يوولس ماديز دريځ اعلان کړ او څرګنده کړه چې په افغانستان کې سياسي ثبات نه يوازې خپله مطلوبه غوښتنه ګڼي، بلکې د طالبانو حاکميت «د افغانستان د وګړو د خپلواکې ادارې محصول» بولي او په افغانستان کې د «ډيموکراټيک بدلون» لپاره د [غرب] هڅې د افغانستان لپاره د يوې زيانمنې لاسوهنې په توګه غندي.

هند ډوډۍ ورکوي

هند چې رول يې د پاکستان په مقابل کې په سنتي توګه تعريفېږي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره يې ښې اړيکې ساتلې دي. دا هيواد له يوه اړخه په افغانستان کې داسې بديل نه ويني چې وکولای شي په دې هيواد کې د هند له ګټو دفاع وکړي؛ له بله اړخه، نشي کولای چې ‎په بشپړه توګه پر شا ولاړ شي او ټول ميدان پاکستان ته ور خوشې کړي او خپل ځان د افغانستان د عيني تصوير له ليدلو بې برخې کړي. هند شل کاله وړاندې د جمهوريت پر مهال افغانستان ته د غنمو رالېږل پېل کړل. دا بهير د طالبانو (هغه ډله چې د هند د رقيب پاکستان بشپړ ملاتړ ورسره دی) له واکمنېدو سره هم نه دی پرې شوی. هند لا هم د چابهار بندر له لارې افغانستان ته د غنمو لېږد روان ساتلی دی. هغه څه چې د سيمې په سياسي ادبياتو کې د «غنمو ډيپلوماسي» ګڼل کېږي او دا طالبانو ته يو سياسي پيغام لري. دا پيغام طالبانو ته وايي چې هند په افغانستان او سيمه کې (د چابهار بندر په شمول) خپلې پانګونې د افغانستان د داخلي شخړو نه قرباني کوي. هند هڅه کوي چې د دې بندر له لارې منځنۍ اسيا ته خپلې تجارتي اړيکې او د توکو صادرات پراخ کړي. له طالبانو سره د هند د دوستانه اړيکو ټينګول ښيي چې د طالبانو له مخالفو ځواکونو د هند ملاتړ ورته معقول ستراتېژيک انتخاب نه ښکاري. د افغانستان د وګړو تر منځ يو غالب ګومان دادی چې د هند دولت (له پاکستان سره د خپلو پخوانیو رقابتونو په وجه) د طالبانو مخالفو ځواکونو ته لېوالتيا لري خو داسې ښکاري چې هند اوس مهال له تازه واقعيتونو سره مخ دی او خپل سياسي او اقتصادي چلند به د پاکستان د مخالفو افغان ځواکونو تر بيا راستنيدنې پورې ونه تړي.

طالبان او پاکستان

د افغانستان د وګړو تر منځ ډېر کم خلک د افغانستان له طالبانو د پاکستان د ملاتړ پر دوام شک کوي. ټول شواهد ښيي چې دا ملاتړ به دوام کوي. د افغانستان د طالبانو او پاکستاني دولت تر منځ يوازينۍ ترينګلتيا د پاکستان پر ضد د تحريک طالبان پاکستان د بريدونو زياتوالی دی. که پاکستان هېله درلوده چې واک ته د طالبانو په رسېدو سره به هغوی له پاکستان سره مرسته وکړي چې د پاکستاني طالبانو خوځښت ارام او وځپي، نو دا هېله يې نه ده پوره شوې. پاکستاني طالبان په پاکستان کې د يوه شرعي حکومت د جوړولو په موخه د هغه هيواد د حکومت پر خلاف جګړه کوي. که څه هم پاکستاني دولت پخوا د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو پر خلاف بريدونه کړي (هوايي بريدونه)، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستاني طالبانو پر صريح ملاتړ ټينګار کوي. اوس لکه څرنګه چې اسفنديار مير د متحده ايالاتو د سولې انسټيټیوټ پر ويبپاڼه په مقاله کې ليکلي، چې پاکستان له دوو سخت او سخت ترين انتخابونو سره مخ دی. سخت انتخاب دادی چې ومني په افغانستان کې مېشت تحريک طالبان پاکستان دې د افغان طالبانو په بشپړ ملاتړ سره د پاکستاني دولت پر ضد خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي. سخت ترين انتخاب دادی چې د افغانستان له طالبانو سره خپله اړيکه خرابه کړي. دا انتخاب د پاکستان لپاره ناشونی دی ځکه چې طالبان د هند د مخالفو سياستونو د مخته وړلو لپاره تر ټولو باوري افغانه ډله ده. پاکستان نشي کولای چې پر دې ډلې د کلونو او ان لسيزو پانګونه هېره کړي او خپل ځان د سيمې په يوه مهم ځای کې له يوه مهم متحد څخه بې برخې کړي.

مليحې لودي (چې پخوا په امريکا، انګلستان او ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفيره پاتې شوې) د پاکستاني شنونکي حسن عباس په وينا په ډان ورځپاڼه کې ليکلي، چې د افغانستان طالبان له داعش خراسان ډلې سره له طالبانو د ناراضو ځواکونو له وېرې اړ دي چې د پاکستاني طالبانو ملاتړ وکړي او انعطاف نه منونکي ايډيولوژيک تمايلات وښيي. په دې توګه که پاکستانی دولت د طالبانو حکومت مجبور کړي چې د تحريک طالبان پاکستان پر خلاف اقدام وکړي، نو د افغانستان د طالبانو داخلي دريځ به د هغوی د سرتېرو او د دوی د ټولنيز بنسټ پر وړاندې ضعيف کړي او دا داسې څه دي چې پاکستان يې پايلې نشي منلای. په ټوله کې که د پاکستان داخلي وضعيت هر لور ته ځي، د طالبانو له حکومت څخه د پاکستاني دولت اوسنی ملاتړ به د پخوا په څېر دوام کوي.

ايران او طالبان: د نفرت او دوستۍ اړيکه

د ۱۹۹۸ پر مهال چې کله طالبانو په مزار شريف ښار کې يوولس ايراني ډيپلوماټان ووژل، ايراني دولت په زرګونو سرتېري د افغانستان  او ايران پولې ته راوستل او پر طالبانو د ايران د نظامي بريد شونتيا ډېره زياته شوه خو هغه بريد ونشو. تر هغې ترينګلتيا وروسته ايران په تېرو دوو لسيزو کې دوه ګوني چلند ته مخه کړه. هم يې په کابل کې له جمهوري دولت سره توده اړيکه ساتله او هم يې په فعاله توګه د طالب ځواکونو تجهيز او روزنې ته مخه کړه. د جمهوريت تر سقوط او د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ايراني دولت په کابل کې خپل سفارت پرانيستی وساته او د طالبانو له حکومت سره يې خپلې اړيکې پراخې کړې. د روان کال د فبروري مياشتې پر ۲۶مه  ايراني دولت رسما په تهران کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت سفارت د طالبانو اسلامي امارت ته وسپاره او په دې توګه يې طالبان په «غير رسمي» توګه په رسميت وپېژندل.

د یوې رسمي بلنې پر اساس ایران کې د لوړ پوړو طالب چارواکو حضور. انځور: خواله رسنۍ

د نږدې ختيځ پاليسۍ لپاره د واشنګټن انسټيټیوټ د راپور سره سم، د جمهوريت تر سقوط وروسته د هغو ۵۸ هيوادونو تر منځ چې له طالبانو سره ډيپلوماټيکې اړيکې درلودلې دلې، ايران (تر چين، ترکيې او قطر) وروسته څلورم هيواد دی چې له طالبانو سره يې ډېر ملاقاتونه (۶۷ ملاقاتونه) کړي دي. که څه هم په وروستيو مياشتو کې د هلمند د اوبو پر سر تر چنو او د دواړو هيوادونو تر منځ پر پوله تر شخړو وروسته د ايران او طالبانو تر منځ اړيکې يو څه خرابې شوې دي، خو داسې ښکاري چې د دې دواړو حکومتونو پر وړاندې ځينو ګډو ننګونو د دوی پيوند نور هم محکم کړی دی. پر امريکا د دواړو حکومتونو بې باوري او د داعش خراسان له ودې څخه وېره د دواړو تيوکراتيکو حکومتونو تر منځ د وصل کړۍ دي. وړاندې تر دې چې ايران د افغانستان د اسلامي جمهوريت سفارت طالبانو ته وسپاري، د افغانستان ډېری سياسي فعالانو فکر کاوه چې د ايران دولت ښايي د طالبانو له مخالفې مقاومت جبهې د ژبني او فرهنګي مشترکاتو پر اساس ملاتړ وکړي.

د مسلمانانو په قبله کې څه کيسې دي؟

په تېر کې د سعودي عربستان حکومت د طالبانو يو سرسخت ملاتړی و. دا ملاتړ ځينې وختونه مستقيم و او د سياسي او مالي ملاتړ په بڼه و او ځينې وختونه غير مستقيم و (د ديني-وهابي ديني زدکړييزو او فرهنګي مرکزونو مالي تأمين چې د طالبانو لپاره يې د سربازګيرۍ په توګه کار کاوه). په عين حال کې د سعودي دولت د القاعدې او داعش له تعبير سره د سم راډيکال اسلام له خپراوي وېره لري ځکه په دې توګه په عربستان کې د آل سعود شاهي دولت تعبير نامشروع ګڼل کېږي. د سعودي واکمنو لومړی خطر هغه وخت احساس کړ چې طالبانو په خپل لومړي دور کې سعودي ته د اسامه بن لادن له سپارلو ډډه وکړه.

اوس داسې ښکاري چې عربستان – د محمد بن سلمان د اصلاحاتو په دوره کې – د راډيکال اسلام پر تعبيرونو نه راڅرخي. اسلامي افراطيت چې تر بن سلمان وړاندې يې د سعودي ملاتړ درلود په خپله د آل سعود د واکمنۍ لپاره په يوه خطر بدل شو او د عربستان واکمنو ته يې ټکان ورکړ. نن ورځ هم سعودي عربستان د داعش په څېر د افراطي ډلو د نفوذ له پراختيا وېره لري او نه غواړي چې افغانستان د داسې ډلو د پالل کېدو ځای وي خو سعودي نشي کولای چې په افغانستان کې ډګر خپله سيمه‌ييز سيال – د ايران اسلامي جمهوريت – ته خوشې کړي. ښايي سعوديان هڅه وکړي چې طالبان په ځينو مالي هڅونو سره راضي کړي چې د محمد بن سلمان په دوره کې د نسبتا معتدل شوي اسلام بڼه ومني. دا ښکاره خبره ده چې تر څو له افغانستان څخه د سعودي عربستان امنيت نه وي ګواښل شوی، د سعودي حکومت به د طالبانو د اسلامي امارت له سياستونو سره مخالفت ته رامخکې نشي.

ملګري ملتونه د جمهورو ملتيا کوي

د لوېديځو دولتونو په چلند کې چې ثبات ته کومه لېوالتيا ليدل کېږي، هغه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو په تګلاره کې هم راڅرګندېږي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ چې د ۲۰۲۳ پر مهال د افغانستان د وضعيت په اړه کوم انځور وړاندې کړ، په هغه کې يې کښلي چې په افغانستان کې – د ۲۰۲۱ پر مهال – د سترو جنګونو په پای ته رسېدو سره امنيتي وضعيت ښه شوی دی، ملکي تلفات په پام وړ کچه راټيټ شوي دي او د ملګرو ملتونو مرستندويو سازمانونو هغو سيمو ته لاسرسی موندلی دی چې پخوا يې نه درلود. په همدې راپور کې ويل شوي چې يو ميليون بې ځايه شوي وګړي بيرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي او تمه کېږي چې ۶۰۰ زره کډوال او ۶۸۰ زره داخلي بې ځايه شوي به د ۲۰۲۳ کال پر مهال بیرته خپلو کورونو ته راستانه شي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ چې له کومو هيوادونو د افغانستان د وګړو لپاره مرسته تر لاسه کړې ده، يوازې د افغانستان له وګړو سره د هغوی د مرستې لېوالتيا نه ښيي، بلکې دا مرستې د دې ښکارندويي کوي او دا يو واقعیت هم دی چې دا هيوادونه د دوی لور ته د افغان کډوالو له ور ماتېدو وېره لري او په افغانستان کې دننه د کډوالو او بې ځايه شويو د بیرته ځای پر ځای کېدنې هرکلی کوي.

د هغو مرستو چارټ چې UNHCR د ۲۰۲۳ کال تر مارچ میاشتې پورې د افغانستان له خلکو سره کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کميشنرۍ په ښودل شوي انځور کې جالب څه د دې مرستو د مصرف بېلابېلي کټګورۍ دي. په ځانګړې توګه هغه مبلغ پيسې چې مشخص موارد يې نه دي «ښودل» شوي، په ظاهره په مرستندويو سيسټمونو کې په داسې توګه ځای پر ځای شوي چې له طالبانو سره د کار کولو لپاره د ملګرو ملتونو د افرادو لاس پرانيستی وي.

راتلونکې لوبه

په اوسني وضعيت کې د طالبانو د حکومت په اړه د نړيوالو لوبغاړو چلند د پخوا په څېر دی. اوس مهال په نږدې راتلونکي کې د کوم مهم بدلون څرک نه ښکاري. د نړۍ او سيمې ځواکمن هيوادونه ښايي منتظر شي او وګوري چې طالبان په نړيواله کچه د رسميت پېژندنې فرصت برابروي او که نه. تر هماغه وخته به له طالبانو سره خپلو اړيکو ته دوام ورکوي. هغه څه چې له طالبانو سره شته ټول معادلات بدلولای شي، هغه په راتلونکو مياشتو کې د طالبانو د حکومت دنننی وضعيت دی. که د طالبانو داخلي کشمکشونه يوې پرېکنده مرحلې ته ورسېږي يعنې د طالبانو تر منځ دوه تمايلات د بل مخالف لوري مخه ډب کړي، نو په هغه صورت کې به ځينې هيوادونه پر خپلو محاسباتو بيرته فکر وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه