اطلاعات روز: د «ازادۍ جبهې» د هيواد شمال ته د پاکستاني طالبانو د انتقال د راپورونو په اړه یوه اعلاميه خپره کړې او دا يې د طالبانو يو «لوی چل» او «خطرناک اقدام» ګڼلی دی.
د دې جبهې اعلاميه چې نن (پنجشنبه، ۲۵ د غبرګولي) خپره شوې، پکې راغلي چې دا اقدام «د افغانستان د وروڼو او برابرو قومونو تر منځ د زغم او سولييز ژوند زمينې له منځه وړي».
د «ازادۍ جبهې» په خپله اعلاميه کې ويلي: «موږ په دې باور يو چې د هيواد د شمال په نفوس کې جوړښتيز بدلون زموږ په خاوره کې د ابد لپاره د نفاق، سختدريځۍ او تروريزم تخم کري.»
د طالبانو دې مخالفې جبهې خبرداری ورکړی چې «د دې اقداماتو پايلې به نه يوازې د افغانستان او سيمې بلکې د نړيوالې سولې او امنيت لپاره خطرناکې او ويرجنې وي.»
د «ازادۍ جبهه» ادعا کوي چې طالبان نه يوازې له القاعدې او داعش سره اړيکې ساتلي، بلکې د هيواد په شمال کې يې د ازبکستان اسلامي خوځښت، د شرقي ترکستان اسلامي خوځشت او د تاجکستان انصار الله ډلې ته خوندي پناهځايونه ورکړي دي «او تازه يې په عملي توګه د همغږو او همفکرو ډلو د کوربتوب نوې هڅې پېل کړې دي».
د هيواد شمال ته د پاکستاني طالبانو د غړو د انتقال بحث تر هغه وروسته پاملرنه جلب کړه چې د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناء الله امريکا غږ سره په دې اړه خبرې وکړې.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له طلوع نيوز سره دا خبره تاييد کړه او ويې ويل: «د ډيورنډ پر کرښه پراته کډوال، ټول يې نه بلکې يو شمير يې چې د اندېښنې سبب ګرځېدلي و ځينو مرکزي، سویلي او شايد د هيواد شمالي ولايتونو ته انتقال او وپاشل شي تر څو په دې توګه کنټرول شي.»
تر دې وړاندې د احمد مسعود په مشرۍ «مقاومت جبهې» او «د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا» هم په دې اړه غبرګون ښودلی و او د دې موخه يې د هيواد د شمالي نفوس په جوړښت کې بدلون راوستل ګڼلي و.
«د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا» په خپله اعلاميه کې ويلي و چې د طالبانو دا اقدام هيواد د «ژور داخلي او بهرني کړکېچ له خطراتو او ان تجزيې» سره مخ کوي او «د خوندي تروريستي فعاليتونو» زمينه برابروي.
د بښنې له نړيوال سازمان څخه غوښتنه
د «ازادۍ جبهې» په پنجشېر ولايت کې د بښنې د نړيوال سازمان راپور «د ملکي وګړو پر وړاندې د طالبانو د تاوتريخجن او وحشيانه چلند، د جنګ د قوانينو د پراخ نقض او د مخالفينو د بې رحمانه ځپنې د يو څو برخو» مستند کول ګڼلي دي.
دې جبهې د بښنې له نړيوال سازمان څخه هېله څرګنده کړې چې په تېرو دوو کلونو کې د هيواد کومې سيمې د «طالبانو له وحشيانه او غير انساني چلند، ځپنې، شکنجې، وژنې، زندان او جبري شړنې سره مخ شوې دي» د هغو په اړه هم دې ورته راپورونه تيار کړي.
د دې جبهې په اعلاميه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د راپور هرکلی شوی او دا راپور يې «د طالبانو د تروريستي ډلې تر تسلط لاندې د افغانستان پر ترخو واقعيتونو د نړيوالې ټولنې اعتراف او د هيواد ژغورنې او ازادۍ لپاره يې د ملتپالې ازادۍ غوښتونکې مبارزې حقانيت» ګڼلی دی.
د بښنې نړیوال سازمان د يوه راپور په خپرولو سره ويلي و، چې طالبان په پنجشېر کې «د ملکي وګړو په ډلييز مجازات» او «غير قانوني اعدامونو» په کولو سره د جنګي جرمونو مرتکب شوي دي.
د «ازادۍ جبهې» د طالبانو تر کنټرول لاندې د نشه یي توکو د کښت د کمېدو او د اسلو غونډې ته د طالبانو د بلنې په تړاو خپاره شوي راپورونو په اړه څرګنده کړې او دا چاره يې يوه داسې هڅه ګڼلې چې غواړي د طالبانو «څېره عادي او د تحمل وړ» وښيي.
