اطلاعات روز: کندهار ښار کې ځایي سرچینې وایي، چې طالبانو د دغه ښار په یولسمه حوزه کې یو زرنج چلوونکی د امنیتي چیک پواینټ څخه د تېریدو پرمهال په ډزو وژلی دی.
یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دغه پیښه نن سهار (چهارشنبه، ۲۴ د غبرګولي) د عینو مینې اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې زرنج چلوونکی د طالب پولیسو امنیتي چیک پواینټ ته له دریدو پرته روان شوی او دوی ورباندې ډزې کړي چې روغتون تر رسیدو وړاندې یې لاره کې ساه ورکړې ده.
ورته مهال کندهار کې د طالبانو امنيتي مسوولین ياده پېښه تاییدوي او وايي، چې په دې پیښه کې د ښکیل طالب پولیس څخه پلټنې روانې دي.
له دې وړاندې په نورو ولایتونو کې هم ډیرې دا ډول پیښې رامنځته شوي او عام وګړو بار بار په دې اړه خپلې اندیښنې څرګندې کړي، خو د طالبانو حکومت یې په تړاو کوم جدي اقدام نه دی کړی.
