اطلاعات روز: ننګرهار کې د ګڼو نورو پرمختګونو ترڅنګ یو هم د شاتو مچیو روزل دي، چې له امله یې د شاتو تولید ښه وده کړې او دا مهال دغلته د مچیو روزنې سلګونه فارمونه شتون لري، چې زرګونه خلکو ته پکې د کار روزګار زمینه برابره شوې ده.
د شاتو مچیو روزونکي وايي، د مچیو روزنې لپاره په بېلابېلو وختونو کې د بېلابېل ډوله ګلانو نشتوالی او په بازار کې د بې کیفیته شاتو پلور یې پر کاروبار منفي اغېز کړی دی.
د شاتو مچیو فارم لرونکي خان وزیر او ناصر چې له کاپیسا ولایت یې ننګرهار ته خپلې مچۍ راوړي وایي، چې د طالبانو د حکومت په راتګ او په دې وروستیو کې د سختو ورښتونو له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.
دوی پر طالب مسوولینو غږ کوي، چې دوی ته دې د بېرو او نورو موسمي ګلانو مصنوعي ځنګلونه جوړ کړي ترڅو دوی اړ نه شي، چې خپلې مچۍ ګاونډیو هېوادونو ته انتقال کړي.
د شاتو کاروباریان وایي، د طالبانو له راتګ وروسته یې تر نیمایي زیاته برخه کاریګر کورونو ته لیږلي او د پخوا په پرتله یې په عوایدو کې دوه برابره کموالی راغلی.
خان وزیر وایي: «ښار کې له پاکستانه راوړل شوي بې کیفیته شات خرڅېږي، چې زمونږ د شاتو بازار یې نیولی، هغه بې کیفیته شات ارزانه تمامېږي او خلک هم کیفیت ته نه ګوري او د څو پیسو په بدل کې خراب شات اخلي.»

د شاتو مچیو روزونکي او د شاتو دتولید او پروسېس مسولین وايي، د خلکو کمزوری اقتصاد، له ګاونډیو هیوادونو څخه د بې کیفیته شاتو واردول او مچیو ته د بېلابېلو ګلانو نشتوالي یې کاروبار خراب کړی او ورځ تر بلې مخ پر رکود روان دي.
ننګرهار کې د شات پلورونکو اتحادیې مسوولین وايي، په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې له سلګونه فارمونو هر کال شاوخوا شپږ سوه ټنه شات تولیدېږي او نږدې ٦ زره کسان ورسره په مستیقیم او غیر مستیقم ډول پر کار بوخت دي.
د یادې اتحادیې مشر ریاض محمد رودوال وايي، د ولسونو کمزوری اقتصاد او له ګاونډیو هیوادونو د شاتو وارداتو یې پر محصولاتو منفي اغیز کړی او د طالبانو له حکومت غواړي، چې له هېواده بهر دې ورته ماکیټ پيدا کړي.
د ننګرهار د کرنې ریاست لپاره د طالبانو مسوولین بیا د شاتو مچیو د روزونکو ستونزې مني، خو د حل لپاره یې د لاس پکار کېدو خبره کوي.
د یاد ریاست د مالدارۍ آمر ډاکټر محمد ضمیر بهسودی وایي، د شاتو مچیو د ښې روزنې لپاره د ننګرهار په ۱۱ ولسوالیو کې د بېرو دوه مېلیونه نیالګي کینول کېږي، چې دا کار عملاً په دره نور او ښېوې ولسوالیو ترسره شوی دی.
دی وايي، د شاتو داخلي تولید مخ په زیاتوالي دی او له بهر څخه یې د بې کیفیته شاتو او نورو خوراکي توکو د مخینوي لپاره په بندرونو کې لابراتورونه جوړېږي.
د معلوماتو له مخې دا مهال په ټول افغانستان د مچیو روزنې نږدې ٦ زره فارمونه شتون لري، چې شاوخوا پنځوس زره کسان پکې په کار بوخت دي، چې د کورني اقتصاد د پیاوړتیا لپاره اغېزمنه چاره بلل کېږي.
اقتصادي کارپوهان وایي، که طالبان د شاتو مچیو روزنونکو ستونزو پام ونه کړي او د هغوی ستونزو ته د حل لار ونه باسي په دې برخه کې به شته لاسته راوړنې او پرمختګونه په اوبو لاهو شي.
