ارزګان او زابل ولایتونو کې سږکال د غنمو حاصلات زیات شوي

اطلاعات روز: ارزګان او زابل کې د طالبانو مسوولین وایي، چې په دغه ولایتونو کې سږکال د غنمو حاصلات زیات شوي، خو کروندګر یې د بیې رالویدو ته اندیښمن دي.

د ارزګان د کرنې او مالدارۍ ریاست لپاره د طالبانو مطبوعاتي مسوول عبدالمنان فاروقي وايي، سږکال دغلته په شاوخوا ۹۵ سلنه ځمکه غنم کرل شوي او دا په تېرو شلو کلونو کې لومړی ځل دی چې په دومره اندازه د غنمو کښت شوی دی.

نوموړی زیاتوي چې تېرکال د دې ولایت د غنمو حاصلات ۹۱ زره ۹۸۵ ټنه وو، خو سږکال دا کچه یولک ۳۰ زره ۲۳ ټنو ته رسېدلې ده.

فاروقي وایي، سږکال د کرنې ریاست لخوا څه باندې ۱۶ زره کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه ورکړل شوي او ترڅنګ یې ورته مسلکي روزنه هم ورکړې ده.

دغه راز زابل ولایت کې طالب مسوولین بیا خبر ورکوي چې دغلته د غنمو په حاصلاتو کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

زابل کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رییس عطاءالله راشد وایي، چې تېرکال په دغه ولایت کې د غنمو حاصلات ۱۷ زره او ۵۰۰ ټنه وو، خو سږکال یې حاصلات ۳۵ زره ټنو ته پورته شوي دي.

نوموړی بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو ویش او په پسرلي کې د بارانونو زیاتوالی د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي لاملونه بولي.

بلخوا کروندګر که له یوې خوا خپلو حاصلاتو ته خوښ دي، خو له بلې خوا بیا د غنمو د بیو ټیټیدو ته اندیښمن دي او وایي، که د غنمو قیمتونه تیټ شي نو دوی به خپل لګښتونه پوره نه کړي.

دغه کروندګر د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د غنمو د قاچاق د مخنیوي ترڅنګ دې دوی ته د غنمو د ذخیره کولو خونې جوړې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له لوري د کوکنارو پر کښت د بندیز وروسته په سویلي حوزه کې ډیری کروندګر د غنمو، اینجې او سبزیجاتو کښت ته مخه کړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه