اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت د ګوشتې ولسوالۍ اړوند کونړ سیند کې د یوه کس جسد موندل شوی.
یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دغه جسد نن (چهارشنبه، ۲۴ د غبرګولي) سهار شاوخوا ۷:۰۰ بجې د ګوشتې ولسوالۍ په «سربند» سیمه کې موندل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، د موندل شوي جسد لاسونه ولچک شوي او بیا سیند ته غورځول شوی دی.
د سرچینې په خبره د دغه کس هویت معلوم نه دی، خو سیمه ییزو خلکو یې د کورنۍ د پیدا کېدو لپاره هڅې پېل کړي.
تر اوسه د موندل شوي جسد په تړاو ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییزو مسوولینو څه نه دي ویلي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په ختیځو ولایتونو کې له سیند څخه د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ جسدونه موندل کېږي، چې عام خلک یې لامل سیاسي لوبې او شخصي بدۍ یادوي.
