اطلاعات روز: د هرات په زاول ولسوالۍ کې يوه سرچينه وايي، چې طالبانو درې هغه نارينه په ډزو وژلي چې پر يوې امیندواره ښځې په جنسي تېري او د هغې د اولادونو په وژنه تورن و.
دا سرچينه چې په خپله د دې دریو کسانو د وژنې شاهده وه، وايي چې دا کسان پر دې تورن وو چې د شنبې (۲۰ د غبرګولي) په ورځ يې شينډنډ هوايي ډګر ته څیرمه په «فرقه» سيمه کې لومړی پر يوې امیندواره ښځې تېری کړی او وروسته يې له خپل يوه اته کلن زوی سره يو ځای وژلې ده. د دې سرچينې په وينا، د دې ښځې په نس کې دوه ماشومان هم و.
د سرچينې په وينا، طالبانو دا درې نارينه د شنبې په شپه نيولي وو او نن سهار (سېشنبه، ۲۳ د غبرګولي) يې د زاول ولسوالۍ ودانۍ ته مخامخ په عام محضر کې په ډزو وژلي دي.
سرچينه ادعا کوي چې طالبانو دا کار د سيمې د خلکو په غوښتنه کړی دی. سرچينه زياتوي چې د سيمې اوسېدونکو هم تورن سړي په کاڼو وېشتل.
په هرات کې د طالبانو ځايي چارواکو تر اوسه د دې جنسي تېري او وژنې او همدا راز د تورنو د مرګ په اړه څه نه دي ويلي.
تر ۲۴ ساعتونو په کم وخت کې دا په هرات کې د وژنې او تېري درېيمه پېښه ده.
پرون ماښام له هرات ښار څخه ځايي سرچينو خبر ورکړ چې په دې ښار کې يوه امیندواره ښځه د خپل بنځي له لوري په چړې وژل شوې ده.
په يوه بله پېښه کې سرچينې له هرات څخه وايي، چې د دې ولايت په مرکز کې پر دوو ښځينه زده کوونکو جنسي تېری شوی دی.
د سرچينې په وينا، د دې نجونو عمرونه ۱۱ او ۱۳ کاله دي، کله چې دوی سهار وختي ښوونځي ته تللې، د هرات ښار له «پايينآب» سيمې څخه تښتول شوې دي.
يوه روغتيايي سرچينه د دې نجونو د کورنۍ په وينا وايي، چې دوی تېره ورځ ماښام مهال د هرات په «پښتون پل» سيمه کې پيدا شوې او د دې ولايت حوزوي روغتون ته وړل شوي دي.
د سرچينې په وينا، د دې نجونو کورنۍ ادعا کوي چې پر دوی جنسي تېری شوی دی. روښانه نه ده چې دا دوې نجونې له يوې – بلې سره اړيکه لري او که نه.
سرچينه زياتوي چې دا دوې نجې يو څه وخت په روغتون کې بستري وې او تېره شپه رخصت شوې دي.
یاده سرچينه زياتوي چې اوس مهال د دې دوو ماشومانو وضعيت «نسبتا ښه» دی او ټاکل شوې چې په هرات زېږنتون کې يې نور معاينات وشي.
طالبانو د دې دوو پېښو په اړه هم څه نه دي ويلي.
