اطلاعات روز: د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت وايي، چې د دې وزارت سرپرست شهاب الدين دلاور له چينايي شرکت «ام سي سي» سره چې د لوګر د مس عينک کان د استخراج چارې يې په قرارداد اخيستي، ليدلي او ويلي يې دي چې ياد شرکت بايد نور د دې پروژې عملي کار ونه ځنډوي.
د طالبانو د کانونو وزارت د خبرپاڼې په وينا، دا ليدنه پرون (دوشنبه، ۲۲ د غبرګولي) شوې او د چينايي شرکت مرستيال د مس عينک پروژې د کار د تطبيق او کار پېلولو لپاره د طرحې او برنامې په اړه خبرې کړي او په دې لړ کې يې د دې پروژې د سړک پخولو، د لرغونو اثارو د انتقال، شته ننګونو او د هغو د حل يادونه کړې ده.
د طالبانو د کانونو وزارت سرپرست ويلي، چې دې وزارت له قرارداد سره سم خپل ټول مسووليتونه پوره کړي او قراردادي شرکت بايد تر دې زيات وخت د مس عينک پروژې عملي چارې ونه ځنډوي.
د طالبانو کانونو وزارت زياته کړې، چې له مس عينک ساحې څخه د لرغونو اثارو د انتقال لپاره د دې وزارت، اطلاعاتو او کلتور وزارت او «ام سي سي» شرکت يوه ګډه کمېټه جوړه شوې ده.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې د قراردادي شرکت د مرستيال په وينا ليکلي شوي، چې له عينک سيمې څخه د لرغونو اثارو تر انتقال وروسته به د پروژې عملي چارې پېل شي.
د تېر کال په لړم مياشت کې هم د طالبانو د کانونو وزارت د چينايي «ام سي سي» شرکت په وينا خبر ورکړی و چې له عينک ساحې د لرغونو اثارو تر انتقال وروسته به د مس عينک کان استخراج پېل شي.
مس عينک کان د افغانستان په کچه تر ټولو ستر د مسو کان دی او د نړۍ په کچه د مسو دویم لوی کان حسابیږي. دا کان د لوګر ولايت په محمدآغې ولسوالۍ کې دی.
د دې کان د استخراج تړون د ۲۰۰۸ کال پر مهال د حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان د پخواني دولت له لوري له يوه چينايي شرکت سره لاسليک شو.
دا تړون چې د ۳۰ کلونو لپاره دی، د قرارداد له مخې بايد د استخراج عملي چارې د تړون تر لاسليک پنځه کاله وروسته پېل شوې وای؛ خو د ۱۵ کلونو تر تېرېدو وروسته لا هم د دې پروژې د عملي پېل په اړه کوم خبر نشته.
