حنفي د خوراک د نړيوال سازمان مرستيال ته: بنديزونه حل لاره نه ده، بايد د تعامل لاره خپله کړو

ARG_1880/via twitter

اطلاعات روز: د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي د خوراک د نړيوال سازمان (WFP) له مرستيال کارل اسکاو سره په لیدنه کې ويلي، چې د نړيوالې ټولنې له لوري پر دې ډلې بنديز د حل لار نه ده او بايد د تعامل لاره خپله شي.

د ښاغلي حنفي دفتر د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې دا ليدنه پرون (دوشنبه، ۲۲ د غبرګولي) شوې ده.

په دې اعلاميه کې د ښاغلي حنفي په وينا راغلي: «بنديزونه حل لاره نه ده او ان پر بشري فعاليتونه هم اغېز لرلای شي.»

د طالبانو د رییس الوزرا مرستيال زياته کړې چې «له همدې وجې بايد نړيواله ټولنه تعامل وکړي او له اسلامي امارت سره خبرو ته مخه کړي.»

ښاغلي حنفي په دې ليدنه کې ادعا کړې، چې طالبانو سرتاسري امنيت تأمين کړی او په اداراتو کې يې فساد او کاغذ پراني ختمه کړې ده.

ده زياته کړې، چې افغانستان د تېرې نيمې پېړۍ پر مهال له جګړې زيانمن شوی او نړيواله ټولنه بايد دې موضوع ته په پام، د پرمختيايي پروژو د پلي کېدو پر وړاندې خنډونه ختم کړي.

د طالبانو د رییس الوزرا مرستيال د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو مرستې کافي نه دي بللي او د هغو د زياتېدو غوښتنه يې کړې ده.

د طالبانو د رییس الوزرا د مرستيال دفتر له لوري په خپره شوې اعلاميه کې د خوراک د نړيوال سازمان د مرستيال په وينا ليکل شوي، چې د مرستې رسولو په بهير کې اداري فساد يوه عمده ستونزه وه.

د دې خبرپاڼې له مخې، ښاغلي کارل اسکاو ويلي، چې د خوراک نړيوال سازمان له تېرو ۶۰ کلونو راهيسې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې فعاليت کوي او اوس به هم د دې هيواد وګړو ته د بشري مرستو د جلب په برخه کې هڅې کوي.

د طالبانو د رییس الوزرا مرستيال په داسې حال کې له نړيوالې ټولنې سره د تعامل غوښتنه کړې چې د امنيت شورا له وروستي راپور سره سم، د طالبانو ۵۸ چارواکي د ملګرو ملتونو په تور لېست کې دي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د بشري حقونو د پراخ نقض او احتمالي جنګي جنايتونو او د بشريت پر خلاف د جنايتونو له وجې د طالبانو پر چارواکو بنديزونه لګولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه