د ختیځ ولسونو د طالبانو وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښود

اطلاعات روز: په ننګرهار کې د ختیځ ولسونو ځینې اوسېدونکو په یو لاریون سره، د وسله والو طالبانو وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی.

د ننګرهار او لغمان ولایت قومي مخورو او عامو خلکو نن (یکشنبه، ۱۲ د سلواغې) د یو سوله ییز لاریون پرمهال د وسله والو طالبانو وروستۍ څرګندونې وغندلې.

طالبانو ویلي و، چې ولسمشر اشرف غني سولې ته خنډونه جوړوي. قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزی څو ورځې وړاندې په روسیې کې ویلي و چې د اشرف غني په مشرۍ افغان حکومت سولې ته رښتونی نه دی او د یو نوي اسلامي نظام رامنځته کولو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

خو د لاریون یو ګډونوال جلال عطا محمد د عباس ستانکزي څرګندونې د ګاونډیو هیوادونو په اشاره ګڼي او وایي، یاد هیوادونه غواړي په افغانستان کې یو کمزوری او د هغوی په خوښه حکومت رامنځته کړي.

دوی د افغان امنیتي ځواکونو کلک ملاتړ هم وکړ.

هغه زیاته کړه :«د موقت حکومت رامنځته کول د افغانانو قربانیو ته نه درناوی دی او مونږ به چا ته اجازه ورنه کړو چې دا ډول د ګاونډیو په خوښه لاسپوسی نظام رامنځته شي.»

بل لاریون کوونکي نورعلي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، اوسنی جمهوري نظام د افغانانو په قربانیو جوړ شوی او هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چې شته نظام ړنګ کړي او لنډ مهاله حکومت رامنځته کړي.

نور علي زیاتوي: «اوسنی نظام د افغانانو په قربانیو رامنځته شوی او موږ هیچا ته اجازه نه ورکوو چې، دا نظام رنګ کړي او موقت حکومت رامنځته کړي ځکه مونږ له دې ډول دورو ښه خاطره نه لرو.»

د لاریون تنظیموونکي جلال یعقوبي په یو پریکړه لیک کې پر نړیوالې ټولنې او وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د افغانستان اساسي قانون او جمهوري نظام ته دې درناوی ولري.

یعقوبي زیاته کړه: «مونږ له نړیوالې ټولنې او وسله والو طالبانو غواړو چې، باید جمهوري نظام او اساسي قانون ته درناوی وکړي او غوښتنه مو دا ده چې شته نظام ته باید درناوی ولري.»

 د ختیځ ولسونه داسې مهال د جمهوري نظام څخه د ملاتړ په موخه خپل غږ پورته کوي چې په دې ورځو کې د بېلابېلو ادرسونو له خوا د موقتې ادارې زمزمې کیږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه