اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین وایي، چې تورخم ښارګوټي کې د دلبر په نوم یو ١٥ کلن ماشوم بار وړونکي موټر وهلی او ځای پرځای مړ شوی دی.
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، مړ شوی ماشوم تېر ماښام (یکشنبه، ۲۱ د غبرګولي) شاوخوا ۶:۰۰ بجې ټېلر موټر وهلی او خپل ژوند یې بایللی دی.
زابلی زیاتوي، مړه شوي ماشوم تورخم ښارګوټي کې ګنډې چلولې، چې د کار پر مهال د ټېلر موټر ټایرونو لاندې کړی دی.
د هغه په خبره، د طالبانو امنیتي مسوولینو د ماشوم جسد د هغه کورنۍ ته سپارلی او موټر چلوونکی یې د څېړنو په موخه نیولی دی.
څو ورځې وړاندې هم تورخم ښارګوټي کې یو ماشوم بار وړونکي موټر لاندې کړی او مړ شوی و چې هغه هم دغلته د ګنډو کار کاوه.
