اطلاعات روز: د کونړ ولایت د وټه پور ولسوالۍ خلکو د «دهوز» سیمې د هغه کلیوالي سړک د جوړولو چارې پېل کړي، چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د جوړولو لپاره کوم ګام نه و پورته شوی.
د دې سیمې اوسیدونکي وایي، د سړک د خرابوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ وو، نو ځکه خو د حل لپاره یې په خپله لاس پکار شول.
شېرالله چې د دهوز کلي اوسېدونکی دی وایي، یاد سړک چې ډېره برخه یې د غره په غاړه ده، د ځایي اوسېدونکو په شخصي لګښت جوړېږي او تر اوسه هېڅ دولتي او مرستندویه ادارې د مرستې په موخه نه دي ور دانګلي.
نوموړی زیاتوي، دغه سړک ۱۳ کېلو متره اوږدوالی لري، چې په جوړېدو سره به یې د سلګونو سیمه ییزو خلکو د تګ-راتګ ستونزه حل شي.
نوموړي وویل: «زموږ خلک له سختو مشکلاتو سره مخ دي، مریضان په وخت ډاکټر ته نه شو رسولی، کله کله خو د لارې د خرابوالي له امله مړه هم شي، په تېر شل کلن او د طالبانو په اوسني حکومت کې مو ډېرې عریضې وکړې؛ خو چا راته غور ونه کړ، اخر د سړک د جوړولو لپاره مو خپله چندې ټولې کړې او کار مو شروع کړ.»
د یادې سیمې اوسیدونکي د طالبانو له حکومت او نړۍ والو مرستندویه ادارو غوښتنه کوي، چې د دوی د کلي د سړک جوړونې ترڅنګ دې دوی ته په روغتیا، پوهنې او نورو برخو کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
