مجاهد: د طالبانو په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا وروستی راپور له واقعيته لېرې دی

انځور: AP Photo/Mohammed Shoaib Amin

اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د تعزيراتو کميټې د شننې او څارنې د ټيم وروستی راپور «يو اړخيز، غیر متوازن او له واقعيته لېرې» ګڼلی دی.

نوموړي نن (يکشنبه، ۲۱ د غبرګولي) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا داسې راپورونه او د بنديزونو دوام «له تعصبه ډک او د استقلال او نه لاسوهنې له اصولو سره په تضاد کې دي».

ذبيح الله مجاهد زياته کړې چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په راپور کې د طالبانو پر خلاف «بې بنسټه» تورونه لګول شوي دي.

ده ویلي چې د طالبانو د مشرانو تر منځ د اختلافاتو، په افغانستان کې د تروريستي ډلو د شتون، د نشه يي توکو په قاچاق کې د طالب غړو د لاس درلودلو او د دې ډلې له لوري د واک د انحصار په اړه ادعاوې، بې بنسټه او «له خلکو او خپلواک نظام سره ښکاره دښمني او د تېرو ۲۰ کلونو د بې ګټې او مغرضو تبليغاتو تکرار» دی.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د تعزيراتو کميټې د شننې او څارنې ټيم په خپل راپور کې ويلي، چې طالبانو د ۱۹۹۰ کلونو «پښتون‌محوره استبدادي» سياستونو او حذف ته مخه کړې ده.

دې ټيم د خپل راپور په يوه برخه کې ويلي، چې د دولت په جوړښت او محلي ادارو کې د سمتونو د ويش پر سر د طالبانو تر منځ د پام وړ اختلافات شته دي.

د دې ټيم په وينا، د طالبانو په رهبرۍ کې اصلي درز د هغو اړخونو تر منځ دی چې په کندهار او کابل کې د واک د مرکزونو استازولي کوي، په دې لړ کې سراج الدين حقاني او ملا يعقوب په کابل کې د واک يو مرکز دی او همدا راز په کندهار او کابل کې ملا هبت الله ته وفادار ملايان هم د واک یو بل مرکز ګڼل کېږي.

د فارسي بي بي سي په وينا، د امنيت شورا د راپور په يوه برخه کې راغلي، چې د طالبانو د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني د مذهبي علماوو په وسيله هڅه کوي چې «د دې  ډلې د مشر ملا هبت الله مذهبي مشروعيت تضعيف» کړي او دی د طالبانو په رهبري کې يو نامناسب کس وښيي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې طالبان تورن شوي چې د القاعدې په ګډون يې له تروريستي ډلو سره اړيکې نه دي پرې کړي او د دوحې پر هوکړه يې عمل نه دی کړی.

د راپور له مخې،  له القاعدې او له تحريک طالبان پاکستان ډلو سره د طالبانو اړيکې لا هم پر خپل ځای دي.

د امنيت شورا د شننې او څارنې ټيم په خپل راپور کې زياته کړې، چې داسې نښې شته چې القاعده هڅه کوي خپله عملياتي وړتيا ښه کړي او همدا راز تحريک طالبان پاکستان هم د افغانستان د طالبانو په ملاتړ په پاکستان کې بريدونه کوي.

د طالبانو وياند زياته کړې چې د دې راپور دا ارزونه په کلکه ردوي چې طالبان د ګاونډيو او سيمې د هيوادونو له مخالفينو سره مرسته کوي او يا هم د افغانستان له خاورې د نورو هيوادونو پر خلاف استفاده کوي.

ده ادعا کړې چې د دې راپور له منځپانګې داسې ښکاري چې يا يې ليکونکي اطلاعاتو ته لاسرسی نه لري او يا هم په قصدي توګه حقايق تحريفوي او يا هم د اطلاعاتو سرچينه د طالبانو تښتېدلي مخالفين دي.

مجاهد ويلي، چې طالبان ټينګار کوي چې کړو ژمنو ته پابند دي او دا تضمينوي چې د افغانستان له خاورې به ګاونډيو هيوادونو، سيمې او نړۍ ته هيڅ ډول ګواښ نه وي.

د طالبانو وياند زياته کړې چې په افغانستان کې د نشه يي توکو کرنه، توليد او قاچاق په پراخه کچه کم شوي دي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا په خپل راپور کې ويلي، چې د طالبانو د رهبر د هغه فرمان په اړه د قضاوت کول وختي دي چې د تارياکو د کښت د بندولو په اړه يې ورکړی و.

په دې راپور کې راغلي چې د نشه يي توکو بيې او د متامفتامين توليد زيات شوي دي.

په راپور کې ادعا شوې چې د طالبانو مهم غړي د نشه يي توکو په توليد او قاچاق کې ښکېل دي.

د طالبانو وياند زياته کړې چې د امنيت شورا داسې يو اړخيز او بې باوره راپور خپرول نه يوازې له افغانستان او نړيوالې سولې او امنيت سره مرسته نه کوي، بلکې د خلکو اندېښنې زياتوي او د ملګرو ملتونو استقلال او بې پريتوب نور هم ردوي او د دې سازمان باور ته زيان رسوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه