طالبان: د بدخشان په نننۍ چاودنې کې ۱۱ تنه وژل شوي اوشاوخوا ۳۰ نور ټپیان دي

اطلاعات روز: د طالبانو د کورنيو چارو وزارت اعلان کړی چې د بدخشان ولايت په نننۍ چاودنه کې ۱۱ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالنافع ټکور پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې دا چاودنه نن (پنج شنبه، ۱۸ د غبرګولي) تر غرمې وړاندې شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د بدخشان لپاره د طالبانو د پخواني وژل شوي والي نثار احمد احمدي د فاتحې د مراسمو پر مهال په «نبوي جومات» کې شوې ده.

ده زياته کړې، چې دا شميرې د لومړنيو  معلوماتو له مخې تر لاسه شوي او نور جزييات به وروسته شريک کړي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند د دې ډلې د قومندانانو او غړو د وژل کېدو په  اړه څه نه دي ويلي، خو لږ تر لږه دوو سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته منلې چې په دې چاودنه کې د بغلان ولایت لپاره طالبانو پخوانی امنيې قومندان صفی الله صميم او يو شمير نور طالبان وژل شوي دي.

اطلاعات روز ورځپاڼې ته ځايي سرچينو ويلي، چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ژوبل شوي دي.

تر اوسه هيڅ کس او ډلې د دې بريد پړه نه ده منلې.

دوې ورځې وړاندې د بدخشان ولايت په مرکز کې يوې بلې چاودنې د بدخشان لپاره د طالبانو مرستيال والي نثار احمد احمدي وواژه او څلور تنه نور یې ژوبل کړل.

د هغه بريد مسووليت داعش ډلې منلی و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه