لغمان کې «د سمسور لغمان» په نامه دودیزه کالنۍ مشاعره تر سره شوه

اطلاعات روز: لغمان کې طالب چارواکي وايي، چې سږکال یې د «سمسور لغمان» دودیزه مشاعره د نورو کلونو سره په توپير له مرکز لېرې د الینګار ولسوالۍ اړوند «نوري» کلي کې د سیند پرغاړه ترسره کړې ده.

د لغمان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر عتیق الله قریشي وایي، یاده مشاعره یې لغمان ته د سیلانیانو د پام اړولو په موخه لېرې پرته سیمه کې جوړه کړې.

د هغه په خبره د طالبانو دحکومت په راتګ سره د هیواد له نور سیمو سربیره د لغمان هغه سیمې هم امن شوي، چې مخکې به ترې د جنګونو راپورونه ورکول کیدل او ژوند کول پکې ستونزمن و.

د هغه په خبره دغه ولایت کې هر کال د سمسور لغمان مشاعره د شاعرانو او لیکوالانو د مینې، یوالي او ورورولۍ په موخه ترسره کېږي.

 مشاعرې ته د خبرو پرمهال د طالبانو د اطلاعاتو فرهنګ وزارت معین عتیق الله عزیزي وویل، دا ډول مشاعرې د ادب د ودې لپاره مهمې دي او له شاعرانو یې وغوښتل چې د شعر او ادب په ژبه خلک د هیواد ښیرازۍ ته وهڅوي.

هغه زیاته کړه، وزارت یې له دا ډول مشاعرو د ملاتړ سربیره هڅه کوي چې په دې برخه کې شاعرانو ته اسانتیا برابره کړي.

عزیزي زیاته کړه: «نن چې د لغمان په دې سیمه کې مشاعره جوړه شوې ډیر خوښ یم او دا ولس ته د امن ډاډ ورکوي، پخوا همدې خلکو موږ ساتلي یوو او اوس موږ اړ یو چې دوی ته خدمت وکړو، دا ډول مشاعرې ادب ته وده ورکوي او موږ یې ملاتړ کوو.»

مشاعره کې د لغمان سربیره د هیواد د یو شمیر ولایتونو څخه راغلو شاعرانو د شعر خواږه پر ګډونوالو وویشل.

بلخوا د مشاعرې ګډونوال عرفان الله  هم لېرې پرتو سیمو کې د دا ډول مشاعرو ترسره کول د سولې او امن پیغام  بولي او په وینا یې خلک کولای شي چې په ارامه ژوند وکړي.

لغمان کې هر کال د سمسور لغمان دودیزه پسرلنۍ مشاعره په همدې شپو او ورځو کې ترسره کیږي، چې پکې د دغه ولایت سربېره د افغانستان د نورو ولایتونو شاعران او فرهنګیان هم ګډون کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه