اطلاعات روز: د لغمان امنیتي مسوولین وایي، په دې ولایت کې یې د وسله والو طالبانو له ډیپو څخه ګڼ شمیر چاودیدونکي توکي ترلاسه کړي دي.
د لغمان د امنیه قومندانۍ ویاند شفیع الله افغانیار نن (یکشنبه، ۱۲ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، د اووم نمبر شاهراه پولیسو دغه ډيپو د قرغیو ولسوالۍ اړوند کابل-جلال اباد پر لویه لاره «زنګوره» سیمه کې د عملیاتو پرمهال موندلې.
ښاغلی افغانیار وایي، د وسله والو طالبانو له دې زیرمتونه ۱۸ فیره د هوان مرمۍ او ګڼ شمیر نور چاودیدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
افغانیار زیاتوي: «پولیسو د عملیاتو پرمهال د قرغیو ولسوالۍ په سیمه کې د عملیاتو پرمهال د وسله والو طالبانو له یو ډیپو څخه ۱۸ فیره د هاوان مرمۍ او نور مهمات ترلاسه کړي دي.»
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
