اطلاعات روز: کندهار کې د خوږو پتاسو یا «پلمېټو» جوړولو د اتحاديې مسوولين وايي، هيواد ته د پاکستانۍ پتاسو او نوقلو له واردیدو سره دغلته د پلمېټو شاوخوا ۱۴۰ کارخانو سقوط کړی دی.
پلمېټ هغه چاکليټ ته ورته خواږه دي چې په کندهار، هلمند، ارزګان، زابل، هرات، فراه او نورو ولايتونو کې يې خلک د شين او تور چایو سره خوري.
د کندهار د پلمېټو د اتحاديې مسوول ندا محمد حقمل وايي، دغه ولايت ته د پاکستاني پلمېټو او خوږو وارېدات د دې سبب شوي ترڅو کندهار کې د پلمېټو شاوخوا ۱۴۰ کارخونې د اقتصادي ستونزو له امله سقوط وکړي.
حقمل زیاتوي، د کندهار او نورو ولايتونو د ګمرکونو له لارې پاکستاني نوقل او پلمېټ له قاچاقي لارو هيواد ته داخليږي چې لهامله يې د دوی سوداګرۍ او کارخونې سقوط شوي او ترڅنګه یې د هرې کارخونې ۸-۹ کاریګر هم بې کاره شوي دي.
د ده په خبره: «زموږ پلمېټ پارسل تقريباً په ۱۲زره ۵۰۰ کالدارې تمامېږي خو پاکستاني پلمېټ په ۱۰زره کالدارې، په هره کارخانه کې ۸ نفره ۹ نفره کاريګر کارکوي دا ټوله بېکاره شول.»
د دې اتحاديې مسوول د طالبانو له واکمن حکومت څخه غواړي ترڅو هيواد ته د نوقلو او پلمېټو د راتلو ټولې قاچاقې لارې وتړي ترڅو دغلته شته کارخانې بېرته خپل فعاليت پېل کړي.

کندهار کې د پلمېټو او نوقلو د يوې سقوط شوي کارخانې مسوول حکمت الله وايي، وروسته له هغه چې هیواد ته د پاکستانۍ پتاسو او نوقلو قاچاق زیات شو دوی له اقتصادي ستونزو سره مخ شول، کارخونې یې سقوط او کاریګر یې بې کاره شول.
هغه زياته کړه: «پاکستاني پلمېټ او نوقل له بې کيفيته خوراکي توکو څخه جوړېږي نو ځکه په بازار کې ارزانه دي.»
د پلمېټو د کارخانو یو شمیر کارکوونکي بیا د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د پاکستانۍ پتاسو د قاچاق مخه دې ونیسي ترڅو داخل د هیواد کې د کارخانو فعالیت زیات او دوی پکې کار وکړي.
ورته مهال د کندهار ولايت د ګمرک رياست لپاره د طالبانو وياند خليل الرحمن وردګ وايي، د پلمېټو پر وارداتو یې تعرفې لوړې کړي او ترڅنګ به یې هغه کسان عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي کړي چې د خوراکي توکو قاچاق ترسره کوي.
وردګ وویل: «دا د نظام یو اصل ده چي هر هغه توکي او اجناس چي غواړي هېواد ته یې وارد نه شي، پر هغه تعرفه دومره لوړوي چي واردونکي شخص او یا شرکت ته یې واردول هېڅ ګټه ونلري.»
دا په داسې حال کې ده چې د تېر جمهوري دولت پرمهال هيواد ته د بهرنیو پلمېټو او نوقلو پر وارداتو بندیز لګېدلی و، چې پرمهال یې داخل د هیواد کې د پلمېټو کارخانو پرمختګ کړی وو او شمیر تر ۱۸۰ هم پورته شوی وو.
