د اسټراليا دولت په افغانستان کې د جنګي جناياتو قربانيانو ته د غرامت ورکول ارزوي

انځور: Corporal Raymond Vance

اطلاعات روز: د اسټراليا دفاع وزير ريچارډ مارلز په يوه ليک کې حقوقي وکيلانو ته ويلي، چې په افغانستان کې د ادعا شويو جنګي جناياتو قربانيانو ته د غرامت د ورکړې وړانديز ارزوي.

د ګارډين له راپور سره سم، مارلز همدا راز ويلي، چې د غرامت ورکړه ځينې ننګونې لري.

په افغانستان کې چې د جنګي جناياتو کومې ادعاوې شوي، د هغو په اړه يوه مهمه سپارښتنه داده چې غرامت يې ادا کړل شي.

د پل بريټون څلور کلنې څېړنې د «موثقو» معلوماتو له مخې ښيي چې د اسټراليا د ځانګړي پوځ ۲۵ اوسني او پخواني سرتېري د ۳۹ نفرو په غير قانوني وژنه او له دوو کسانو سره په ظالمانه چلند کې لاس لري.

بريټون راپور وايي، چې اسټراليا بايد د غرامت د ادا کولو لپاره د محکمې پرېکړې ته انتظار ونه کړي.

استدلال يې دادی چې که د غير قانوني وژنې په اړه موثق معلومات وي، نو په چټکۍ د غرامت ورکړه «يو سم اخلاقي کار دی».

ګارډين ليکلي، چې د دې رسنۍ اسټرالوي څانګه خبره شوې چې دولت د غرامت د ورکړې پر انتخابونو غور کوي، خو تر اوسه يې لا په دې اړه پرېکړه نه ده کړې.

ريچارډ مارلز غير انتفاعي حقوقي مرکز ته چې موخه يې له مجازاتو څخه د مصئونيت مخنيوی دی، ليکلي چې له خپل شخصي تعهد سره سم يې د دې کار پر کولو ټينګار کړی دی.

مارلز دې ډلې ته ويلي، چې له کومه وخته د اسټراليا دفاع وزارت څوکۍ ته رسېدلی دی، د افغانستان په اړه د ټولو شويو څیړنو سپارښتنې يې خپل لومړيتوب ټاکلې دي.

مارلز ليکلي: «که څه هم د سپارښتنو د عملي کولو په اړه د پام وړ پرمختګونه شوي، خو د غرامت د ادا کولو په اړه لا هم ننګونې شته دي.»

د نړيوال عدالت لپاره د حقوقي وکالت د مرکز مديرې ويلي، چې د غرامت موضوع «دې څېړنې ته په ځواب ويلو کې د دولت د ضعف نقطه» ښيي.

دې ويلي: «پر دې سپارښتنو تر اوسه دوه نيم کلونه اوړي خو لا هم د پرمختګ هيڅ څرک نشته.»

له کله راهيسې چې د دریو ورځپاڼو پر خلاف د پخواني اسټرالوي سرتېري بين رابرټ سميت د افترا لګولو قضيه رد شوې ده، د بشري حقونو او حقوقي ډلو د غرامت د ورکړې لپاره خپلې غوښتنې زياتې کړې دي.

په سيډني کې فيډرالي قاضي نتوني بسانکو د تېري اونۍ د پنج شنبې په ورځ د خپلو موندنو لنديز شريک کړ او ويې ويل، چې رابرټ سميټ په کومو شپږو قتلونو کې تورن دی، ورځپاڼو له هغو څخه څلور قتلونه ثابت کړي دي.

ده زياته کړې، چې د افترا اقدامات بايد رد شي خو لا هم برابرټز سميت تر اوسه هيڅ د محکمې له لوري د کوم جرم په کولو نه دی تورن شوی.

رابرټز سميت ۴۴ کلن دی، له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۲ پورې په افغانستان کې د خپلو فعاليتونو له وجې يې څو افتخاري نظامي مډالونه ګټلي دي او د يوه ملي اتل په توګه پېژندل کېږي.

خو د اسټرالوي ورځپاڼو راپورونه ښيي چې سميت په افغانستان کې له منلو شويو نظامي حدونو تېری کړی او «له بې دفاع ملکي افغانانو سره يې وحشيانه چلند» کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه