اطلاعات روز: د کندهار خلک شکایت کوي چې د هرات او فراه ولایتونو له ګمرکونو څخه بې کیفیته تېل دې ولایت ته راوړل کېږي او په بازارونو کې پلورل کېږي.
خو دغلته د طالبانو د نورم او ستندر ملي ادارې مسوولين بیا خبر ورکوي چې د تېرو اووه مياشتو په جريان کې یې ۵۸۰ ټانکړه بې کیفیته تېل ایران ته واپس کړي دي.
د کندهار اوسېدونکی نجيب الله وايي، د نورم او ستندرد ملي اداره دې د کندهار پر ځای په هرات او فراه ولایتونو په ګمرکونو کې خپل فعاليتونه زيات کړي ترڅو هيواد ته د بې کيفيته تېلو د وارداتو مخه ونيسي.
دی زیاتوي، چې د بې کیفیته تېلو مخنیوی دې په مرز کې وشي او هلته دې تر لابراتواري کتنې وروسته ښار ته پریښودل شي.
د کندهار يو بل اوسېدونکی نقيب الله بیا وایي، د بې کيفيته تېلو له امله يې ډير کله د موټرو ډېزل پمپونه خرابېږي او په ۳۵۰۰ افغانۍ یې بیرته ترمیموي چې دا د دوی لپاره سخت زیان دی.
هغه د طالبانو له مسوولینو غوښتنه کوي چې د بې کیفیته تېلو مخنیوی دې وکړي.
ورته مهال د کندهار د تېلو د اتحاديې مسوول حاجي مسعود راحت وايي، د نورم او ستندرد ملي ادارې تر ډېره بې کيفيته او خراب تېل بېرته ايران هيواد ته مسترد کړي دي.
نموړی زیاتوي، چې پر دې یې کار روان کړی ترڅو په سرحداتو کې کنټرول زیات او د داسې ستونزو مخنیوی وشي.
دغه راز د کندهار لپاره د طالبانو د نورم او ستندر ملي ادارې مسوول محب الله عزام وایي، يوازې يې د تېرو دريو مياشتو په جريان کې د کندهار د تېلو واردولو درې غټ شرکتونه بند او شاوخوا ۵۰ ټانکره تېل یې تر کتنې وروسته بازار ته عرضه کړي.
هغه زياتوي، چې د تېرو اوو مياشتو په جريان کې يې ۸ زره او ۵ سوه ټانکره ډېزل او پټرول ارزيابي کړي چې له هغې جملې ۵۸۰ ټانکره منفي ختلي او ایران ته یې مسترد کړي دي.
نوموړی وایي، ټول بې کیفیته تیل په قاچاقي ډول هیواد ته راوړل کېږي او دوی یې دا مهال د مخنیوي په موخه د هغو کسانو جواز لغوه کوي چې دغه تېل را واردوي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې ایرانۍ رسنیو ویلي و، چې له دغه هېواده افغانستان او پاکستان ته د تېلو قاچاق ډېر شوی دی.
