د ناټو پخوانی استازی: د طالبانو حکومت ډېر دوام نه کوي

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ناټو پخواني ملکي استازي سر نيکلاس کي ويلي، چې طالبان «د يوې نيمګړې دسېسې» په وسيله واک ته رسېدلي او د افغانستان اوسني وضعيت ته په پام به د دې ډلې حکومت ډېر دوام ونه کړي.

د ناټو پخواني استازي له امريکا غږ سره په مرکه کې ويلي، چې طالبان کوم څه کوي «هغه يوه فاجعه ده او دوام نشي کولای».

ده زياته کړې: «زه له ۴۷ کلونو راهيسې وخت پر وخت افغانستان ته سفرونه کوم او په افغانستان کې مې زيات بدلونونه ليدلي دي، هيڅ هم پايدار نه دي او زه داسې دليل نه وينم چې وښيي د طالبانو رژيم به دوام کوي.»

ښاغلي کي د طالبانو له مخالفينو څخه د افغانستان د وګړو او نړيوالې ټولنې پر ملاتړ ټينګار کړی او هغه يې د طالبانو پر وړاندې د «قوي بديل» د را منځته کولو لپاره يو انتخاب بللی دی.

د ناټو پخواني ملکي استازي ويلي: «اوس مهال د طالبانو اپوزيسيون په ټوله نړۍ کې پاشل شوی دی خو زما په اند مخالفين د متحد کېدلو او په يوه ښه بديل د بدلېدو لپاره زيات کار ته اړتيا لري.»

ده د هغو عواملو په اړه چې طالبان يې بيا ځلې واک ته ورسول ويلي، چې «دا يوه سياسي پرېکړه وه، نظامي وضعيت داسې و چې هيڅ اړخ ګټونکی نه و. مهمه دا وه چې يو سياسي توافق وشي. ناټو د داسې يو سياسي توافق ملاتړ وکړ».

نيکلاس کي زیاته کړې، چې د ده شخصي نظر دا و چې يوې «جامع حللارې» ته له رسېدو پرته بايد ناټو ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستانه ونه وزي، خو داسې ونه شول.

نيکلاس کي په افغانستان کې د بريتانيا د سفير او د ناټو د ملکي استازي په توګه کار کړی دی. دی له ۱۹۷۶ راهيسې افغانستان ته سفرونه کوي او په ۱۹۹۶ کې چې طالبان په لومړي ځل واک ته ورسېدل، د بهرنيو ډيپلوماټانو لومړنی غړی و چې کندهار ته يې سفر وکړ.

نوموړی له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو سختې نيوکې کوي او په خپلې يوې پخوانۍ مرکې کې يې ويلي و چې په افغانستان کې په پېښ شوي وضعيت «شرمېږي».

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه