له ډيورنډ کرښې څخه د «ټي ټي پي» غړو د لېرې کولو لپاره اسلام اباد ته د طالبانو وړانديز

اطلاعات روز: د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ويلي، چې د افغانستان طالبانو اسلام اباد ته وړانديز کړی چې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) غړي له ډيورنډ کرښې څخه د افغانستان نورو سیمو ته ولېږدوي.

د ده په وينا، د دې وړانديز موخه داده چې پاکستاني طالبان د افغانستان او پاکستان سرحدي سيمو ته لاسرسی ونه لري.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير دا خبرې د امريکا غږ له اردو څانګې سره په خبرو کې کړې دي، خو ده نه دي ويلي چې اسلام اباد دې وړانديز ته څه ځواب ورکړی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم د دې وړانديز په اړه ناخبري ښودلې ده.

پاکستاني چارواکي وايي، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو بريدونه زيات شوي دي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير ويلي: «پاکستان د دې وضعيت پړه د افغانستان د طالبانو پر اوږو نه اچوي، مګر له شک پرته دا د هغوی د ضعف نقطه ده.»

د تېر کال په کب مياشت کې يوې پاکستانۍ رسنۍ خبر ورکړی و چې د افغانستان طالبانو د پاکستان له دولت سره يوه طرحه شريکه کړې وه چې پاکستاني طالبان به خالي سلا او بل ځای به يې مېشت کړي، خو په دې شرط چې لګښت به يې پاکستان ورکوي.

ايکسپريس ټريبيون په هغه وخت کې ليکلي و چې له ځينو اټکلونو سره سم د تحريک طالبان پاکستان د اتو زرو او ۱۲ زرو تر منځ جنګيالي په افغانستان کې شته دي او که يې د کورنۍ غړي وشمېرل شي نو ټول شمېر یې ۳۰ زره ته رسېږي.

ويل کېږي چې د پاکستاني طالبانو غړي تر ډېره قبايلي سيمو ته څېرمه په سرحدي سیمو کې شتون لري، که څه هم په افغانستان کې طالبان د ټي ټي پي غړو له شتونه انکار کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه