متقي او د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې «د راتلونکي لپاره د تعامل پر نقشې» خبرې کړي

via Hafiz Zia Ahmad/twitter

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبايوا «د راتلونکې لپاره د تعامل پر نقشه» خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضيا احمد نن (پنج‌شنبه، ۱۱ د غبرګولي) پرلپسې ټويټونو کې ليکلي، چې ښاغلي متقي او اغلې اوتنبايوا پرون ورځ سره ليدلي او خبرې يې کړې دي.

ده زياته کړې چې په دې ليدنه کې «دواړو اړخونو د افغانستان او نړيوالې ټولنې د تعامل، د افغانستان او سيمې د اوسني وضعيت او د راتلونکي لپاره د تعامل د لارې پر نقشه خبرې کړي دي».

د حافظ ضيا احمد په وينا، د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ويلي، چې د امنيت او ټيکاو تر راتلو وروسته اوس «د دې وخت دی چې د تيوريکو بحثونو پر ځای د ملت د کړاو کمولو لپاره عملي ګامونه واخيستل شي».

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست له نړيوالې ټولنې سره د تعامل لپاره خپل «چمتووالی» ښودلی او ويلي يې دي چې طالبان له مرستندويه سازمانونو سره «هر اړخيزه همکاري» کوي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د مرستيال په وينا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ويلي، چې د دوی لومړيتوب بشري کړکېچ ته رسيدګي او د بشري مرستو تر څنګ د افغانستان له خلکو سره د د پرمختيايي مرستو کول دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په داسې حال کې له نړيوالې ټولنې سره د تعامل کولو لپاره د چمتووالي خبرې کړي چې تېره ورځ رويټرز خبري اژانس د طالبانو له مشر سره د قطر د لومړي وزير پټه لیدنه افشا کړه.

رويترز د يوې باخبره سرچينې په وينا لیکلي و چې د طالبانو مشر له نړيوالې ټولنې سره د تعامل په اړه خبرو او له نړيوالې انزوا څخه د دې ډلې وتلو ته «ډېر لېوال» دی.

د طالبانو ډله پر افغانستان له بيا واکمنېدو راهيسې د ټول ګډونه حکومت د نه جوړولو، د ښځو پر خلاف د سختدريځو فرمانونو د صادرولو او د بشري حقونو د جدي نقض له وجې له نړيوالې انزوا سره مخ ده او تر اوسه هيڅ هيواد هم د دې ډلې حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.

همدا راز دا ډله د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار د بنديز له وجې له پراخو نړيوالو نيوکو سره مخ ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه